سورت ۷۰ له ۱۱۴ · مکي

سورة المعارج

سُورَةُ المَعَارِجِ
۴۴ آیتونه

د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
سَأَلَ سَآئِلٌۢ بِعَذَابٍۢ وَاقِعٍۢ
يو غوښتونكي د (هرومرو) پېښېدونكي عذاب غوښتنه وكړه.
لینک ۷۰:۱
۲
لِّلْكَـٰفِرِينَ لَيْسَ لَهُۥ دَافِعٌۭ
چې هغه د كافرانو لپاره دى (او) هيڅوك يې ايساروونکی نشته.
لینک ۷۰:۲
۳
مِّنَ ٱللَّهِ ذِى ٱلْمَعَارِجِ
د مرتبو څښتن الله له لوري.
لینک ۷۰:۳
۴
تَعْرُجُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍۢ كَانَ مِقْدَارُهُۥ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍۢ
هغه ته پرېښتې او روح ورخېژي په هغه ورځ چې اندازه يې پنځوس زره كاله ده.
لینک ۷۰:۴
۵
فَٱصْبِرْ صَبْرًۭا جَمِيلًا
نو ته صبر كوه، ښه صبر.
لینک ۷۰:۵
۶
إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُۥ بَعِيدًۭا
هغوى خو يې لېرې انګېري.
لینک ۷۰:۶
۷
وَنَرَىٰهُ قَرِيبًۭا
خو موږ يې نېږدې وينو.
لینک ۷۰:۷
۸
يَوْمَ تَكُونُ ٱلسَّمَآءُ كَٱلْمُهْلِ
هغه ورځ چې اسمان ويلې شوې كلايي غوندې شي.
لینک ۷۰:۸
۹
وَتَكُونُ ٱلْجِبَالُ كَٱلْعِهْنِ
او غرونه به د ټكول شوې وړۍ غوندې وي.
لینک ۷۰:۹
۱۰
وَلَا يَسْـَٔلُ حَمِيمٌ حَمِيمًۭا
او پوښتنه به نشې کولی یو دوست له بل دوست نه.
لینک ۷۰:۱۰
۱۱
يُبَصَّرُونَهُمْ ۚ يَوَدُّ ٱلْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِى مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍۭ بِبَنِيهِ
ټول به ښودلی کیږي دوی ته، ارمان به کوي مجرم چې د هغې ورځې له عذابه د خلاصیدو په موخه خپل زامن په فدیه كې وركړي.
لینک ۷۰:۱۱
۱۲
وَصَـٰحِبَتِهِۦ وَأَخِيهِ
او مېرمن او وروڼه يې.
لینک ۷۰:۱۲
۱۳
وَفَصِيلَتِهِ ٱلَّتِى تُـْٔوِيهِ
او خپله هغه كورنۍ چې هغه ته يې ځاى وركولو.
لینک ۷۰:۱۳
۱۴
وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا ثُمَّ يُنجِيهِ
او څوك چې په ځمكه كې دي هغه ټول، چې هغه وژغوري.
لینک ۷۰:۱۴
۱۵
كَلَّآ ۖ إِنَّهَا لَظَىٰ
هيڅكله [نه شي کیدای چې مجرم دي په فدیه خلاص شي]، هغه (اور) خو لمبې وهونكی دى.
لینک ۷۰:۱۵
۱۶
نَزَّاعَةًۭ لِّلشَّوَىٰ
ویستونکی د اندامونو پوستکي لره.
لینک ۷۰:۱۶
۱۷
تَدْعُوا۟ مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّىٰ
هر هغه څوك رابولي چې شايې ګرځولې او مخ يې اړولى.
لینک ۷۰:۱۷
۱۸
وَجَمَعَ فَأَوْعَىٰٓ
او مال يې راټول كړى او زېرمه كړى دى.
لینک ۷۰:۱۸
۱۹
۞ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا
په رېښتيا انسان بې حوصلې حرصناک پيدا شوى.
لینک ۷۰:۱۹
۲۰
إِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ جَزُوعًۭا
چې بدي ور ورسي فرياد كوونكى وي.
لینک ۷۰:۲۰
۲۱
وَإِذَا مَسَّهُ ٱلْخَيْرُ مَنُوعًا
او چې ښېګڼه ورته ورسيږي نو بخيلي كوونكى شي.
لینک ۷۰:۲۱
۲۲
إِلَّا ٱلْمُصَلِّينَ
پرته له لمونځ كوونكو.
لینک ۷۰:۲۲
۲۳
ٱلَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ دَآئِمُونَ
هغوى چې پر خپلو لمونځونو تل كلك وي.
لینک ۷۰:۲۳
۲۴
وَٱلَّذِينَ فِىٓ أَمْوَٰلِهِمْ حَقٌّۭ مَّعْلُومٌۭ
او چې په مالونو كې يې ټاكلې برخه وي
لینک ۷۰:۲۴
۲۵
لِّلسَّآئِلِ وَٱلْمَحْرُومِ
د سوالګر او بې وزله لپاره.
لینک ۷۰:۲۵
۲۶
وَٱلَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ ٱلدِّينِ
او هغه کسان چې ریښتونې ګڼي ورځ د جزا.
لینک ۷۰:۲۶
۲۷
وَٱلَّذِينَ هُم مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ
او هغوى چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونكي وي.
لینک ۷۰:۲۷
۲۸
إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍۢ
بېشكه چې د خپل پالونکي عذاب يې د بې غمۍ شى نه دى.
لینک ۷۰:۲۸
۲۹
وَٱلَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَـٰفِظُونَ
او هغوى چې د خپلو عورتونو ساتونكي وي.
لینک ۷۰:۲۹
۳۰
إِلَّا عَلَىٰٓ أَزْوَٰجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ
پرته له خپلو مېرمنو او مينځو يې چې دوى پكې ملامتېدونكي نه دي.
لینک ۷۰:۳۰
۳۱
فَمَنِ ٱبْتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْعَادُونَ
نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو دغه کسان دوی له حد نه تېریدونکي دي.
لینک ۷۰:۳۱
۳۲
وَٱلَّذِينَ هُمْ لِأَمَـٰنَـٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَٰعُونَ
او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.
لینک ۷۰:۳۲
۳۳
وَٱلَّذِينَ هُم بِشَهَـٰدَٰتِهِمْ قَآئِمُونَ
او هغوى چې پر خپلو شاهديو ټينګ ولاړ دي.
لینک ۷۰:۳۳
۳۴
وَٱلَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ
او هغوى چې د خپل لمانځه ساتنه كوي.
لینک ۷۰:۳۴
۳۵
أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى جَنَّـٰتٍۢ مُّكْرَمُونَ
دغه كسان به په جنتونو كې عزتمن اوسېدونكي وي.
لینک ۷۰:۳۵
۳۶
فَمَالِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ
نو دا كافران له څه امله ستا په لور ځغلېدونكي دي.
لینک ۷۰:۳۶
۳۷
عَنِ ٱلْيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ عِزِينَ
چې له ښي او كيڼ لورې ډلې ډلې ناست دي.
لینک ۷۰:۳۷
۳۸
أَيَطْمَعُ كُلُّ ٱمْرِئٍۢ مِّنْهُمْ أَن يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍۢ
آيا د هغوى هر كس هيله لري چې نعمتونو والا جنت ته به ننه اېستل شي؟
لینک ۷۰:۳۸
۳۹
كَلَّآ ۖ إِنَّا خَلَقْنَـٰهُم مِّمَّا يَعْلَمُونَ
هيڅكله نه، بېشكه هغوى مو له يو داسې شي پيدا كړي چې هغوى پرې پوهيږي.
لینک ۷۰:۳۹
۴۰
فَلَآ أُقْسِمُ بِرَبِّ ٱلْمَشَـٰرِقِ وَٱلْمَغَـٰرِبِ إِنَّا لَقَـٰدِرُونَ
نو نه، زه قسم كوم د ختيځونو او لوېديځونو پر رب چې موږ بالكل قادر يو.
لینک ۷۰:۴۰
۴۱
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ خَيْرًۭا مِّنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ
په دې كار چې د هغوى په بدل كې ترې غوره خلك راولو او موږ بايلونكي (عاجز) نه يو.
لینک ۷۰:۴۱
۴۲
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا۟ وَيَلْعَبُوا۟ حَتَّىٰ يُلَـٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ
نو پرېږده يې چې خپلې ناندرۍ او لوبې كوي تر دې چې خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي، چې لوظ يې ورسره كيږي.
لینک ۷۰:۴۲
۴۳
يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ ٱلْأَجْدَاثِ سِرَاعًۭا كَأَنَّهُمْ إِلَىٰ نُصُبٍۢ يُوفِضُونَ
هغه ورځ چې په منډه به (له قبرونو) راوځي، لكه د بتانو درشلو ته چې ورځغلي.
لینک ۷۰:۴۳
۴۴
خَـٰشِعَةً أَبْصَـٰرُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌۭ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمُ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يُوعَدُونَ
سترګې به يې ټيټې او ذلت به پرې راخپور وي، دا همغه ورځ ده چې هغوى سره يې ژمنه كېدله.
لینک ۷۰:۴۴

هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.

Niyat وړیا ترلاسه کړئ