سورت ۵۶ له ۱۱۴ · مکي

سورة الواقعه (پېښه)

سُورَةُ الوَاقِعَةِ
۹۶ آیتونه

د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
إِذَا وَقَعَتِ ٱلْوَاقِعَةُ
كله چې قيامت راپېښ شي.
لینک ۵۶:۱
۲
لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ
چې پېښېدلو كې يې هيڅ درواغ نشته.
لینک ۵۶:۲
۳
خَافِضَةٌۭ رَّافِعَةٌ
هغه ښكته كوونكى او پورته كوونكى دى.
لینک ۵۶:۳
۴
إِذَا رُجَّتِ ٱلْأَرْضُ رَجًّۭا
كله چې ځمكه په سختو لړزولو ولړزول شي.
لینک ۵۶:۴
۵
وَبُسَّتِ ٱلْجِبَالُ بَسًّۭا
او غرونه يومخ ميده ميده ورژول شي.
لینک ۵۶:۵
۶
فَكَانَتْ هَبَآءًۭ مُّنۢبَثًّۭا
نو خوره وره دوړه به شي.
لینک ۵۶:۶
۷
وَكُنتُمْ أَزْوَٰجًۭا ثَلَـٰثَةًۭ
او تاسو به درې ډلې شئ.
لینک ۵۶:۷
۸
فَأَصْحَـٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِ
نو د ښي لاس والا خلک، څومره ښه دي د ښي لاس والا خلک!
لینک ۵۶:۸
۹
وَأَصْحَـٰبُ ٱلْمَشْـَٔمَةِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَشْـَٔمَةِ
او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
لینک ۵۶:۹
۱۰
وَٱلسَّـٰبِقُونَ ٱلسَّـٰبِقُونَ
او مخکې کېدونکي خو مخکې کېدونکي دي.
لینک ۵۶:۱۰
۱۱
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلْمُقَرَّبُونَ
همدوى نېږدې كړى شوي دي.
لینک ۵۶:۱۱
۱۲
فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ
د نعمتونو والا جنتو كې به وي.
لینک ۵۶:۱۲
۱۳
ثُلَّةٌۭ مِّنَ ٱلْأَوَّلِينَ
(د هغوى) لويه ډله به له لومړنيو وي.
لینک ۵۶:۱۳
۱۴
وَقَلِيلٌۭ مِّنَ ٱلْـَٔاخِرِينَ
او لږ به له وروستنيو (خلكو) وي.
لینک ۵۶:۱۴
۱۵
عَلَىٰ سُرُرٍۢ مَّوْضُونَةٍۢ
پر زرينو او بدل شوو تختونو به وي.
لینک ۵۶:۱۵
۱۶
مُّتَّكِـِٔينَ عَلَيْهَا مُتَقَـٰبِلِينَ
پر هغو يو بل ته مخامخ ډډه وهونكي (ناست) وي.
لینک ۵۶:۱۶
۱۷
يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَٰنٌۭ مُّخَلَّدُونَ
تل (پاتې) هلكان به ورباندې ګرځي راګرځي.
لینک ۵۶:۱۷
۱۸
بِأَكْوَابٍۢ وَأَبَارِيقَ وَكَأْسٍۢ مِّن مَّعِينٍۢ
له ګيلاسونو او كوزو سره، او د روانو (بهېدونكو شرابو) له جامونو سره.
لینک ۵۶:۱۸
۱۹
لَّا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ
چې نه ترې سر خوږى كيږي او نه بې هوښه كيږي.
لینک ۵۶:۱۹
۲۰
وَفَـٰكِهَةٍۢ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ
او مېوې، له هغو نه چې هغوى يې خوښوي.
لینک ۵۶:۲۰
۲۱
وَلَحْمِ طَيْرٍۢ مِّمَّا يَشْتَهُونَ
او د مرغانو غوښې، كومې چې زړه يې غواړي.
لینک ۵۶:۲۱
۲۲
وَحُورٌ عِينٌۭ
او د غټو سترګو والا حورې.
لینک ۵۶:۲۲
۲۳
كَأَمْثَـٰلِ ٱللُّؤْلُؤِ ٱلْمَكْنُونِ
لكه د پټو ساتل شوو ملغرو غوندې.
لینک ۵۶:۲۳
۲۴
جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
د دوى د هغو عملونو په بدله كې چې كول يې.
لینک ۵۶:۲۴
۲۵
لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًۭا وَلَا تَأْثِيمًا
نه به چټيات پكې اوري او نه د ګناه څه خبره.
لینک ۵۶:۲۵
۲۶
إِلَّا قِيلًۭا سَلَـٰمًۭا سَلَـٰمًۭا
پرته له سلام، سلام ويلو.
لینک ۵۶:۲۶
۲۷
وَأَصْحَـٰبُ ٱلْيَمِينِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلْيَمِينِ
او د ښي لاس والا خلک! څومره ښه دي ښي لاس والا خلک!
لینک ۵۶:۲۷
۲۸
فِى سِدْرٍۢ مَّخْضُودٍۢ
په بې اغزيو بېرو كې به وي.
لینک ۵۶:۲۸
۲۹
وَطَلْحٍۢ مَّنضُودٍۢ
او له بېخه تر سره په ډكو ډكو كيلو كې به وي.
لینک ۵۶:۲۹
۳۰
وَظِلٍّۢ مَّمْدُودٍۢ
او په اوږده غځېدلي سيوري كې به وي.
لینک ۵۶:۳۰
۳۱
وَمَآءٍۢ مَّسْكُوبٍۢ
او را تويېدونكو اوبو كې به وي.
لینک ۵۶:۳۱
۳۲
وَفَـٰكِهَةٍۢ كَثِيرَةٍۢ
او ډېرو مېوو كې.
لینک ۵۶:۳۲
۳۳
لَّا مَقْطُوعَةٍۢ وَلَا مَمْنُوعَةٍۢ
چې نه ختمېدونكې او نه ترې ايسارېدونكې دي.
لینک ۵۶:۳۳
۳۴
وَفُرُشٍۢ مَّرْفُوعَةٍ
او اوچتو فرشو كې به وي.
لینک ۵۶:۳۴
۳۵
إِنَّآ أَنشَأْنَـٰهُنَّ إِنشَآءًۭ
بېشکه موږ هغه (حورې) په يو ځانګړي پيدايښت سره پيدا كړې دي.
لینک ۵۶:۳۵
۳۶
فَجَعَلْنَـٰهُنَّ أَبْكَارًا
او هغوى مو (تل) پېغلې ګرځولې دي.
لینک ۵۶:۳۶
۳۷
عُرُبًا أَتْرَابًۭا
.(مېړونو ته) ګرانې همزولې
لینک ۵۶:۳۷
۳۸
لِّأَصْحَـٰبِ ٱلْيَمِينِ
د ښي لاس والا خلكو لپاره.
لینک ۵۶:۳۸
۳۹
ثُلَّةٌۭ مِّنَ ٱلْأَوَّلِينَ
یوه لويه ډله له مخکېنيو څخه.
لینک ۵۶:۳۹
۴۰
وَثُلَّةٌۭ مِّنَ ٱلْـَٔاخِرِينَ
او بله لويه ډله له وروستنيو خلكو څخه.
لینک ۵۶:۴۰
۴۱
وَأَصْحَـٰبُ ٱلشِّمَالِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلشِّمَالِ
او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
لینک ۵۶:۴۱
۴۲
فِى سَمُومٍۢ وَحَمِيمٍۢ
په توده هوا او خوټېدلو اوبو كې.
لینک ۵۶:۴۲
۴۳
وَظِلٍّۢ مِّن يَحْمُومٍۢ
او د تور لوګي په سيوري كې به وي.
لینک ۵۶:۴۳
۴۴
لَّا بَارِدٍۢ وَلَا كَرِيمٍ
چې نه به سوړ وي او نه عزت راحت والا.
لینک ۵۶:۴۴
۴۵
إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَبْلَ ذَٰلِكَ مُتْرَفِينَ
بېشكه هغوى له دې مخکې نازولي خوشاله وو.
لینک ۵۶:۴۵
۴۶
وَكَانُوا۟ يُصِرُّونَ عَلَى ٱلْحِنثِ ٱلْعَظِيمِ
او پر لويه ګناه (كفر) به يې ټينګار كولو.
لینک ۵۶:۴۶
۴۷
وَكَانُوا۟ يَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًۭا وَعِظَـٰمًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ
او هغوى به ويل: آيا كله چې مړه شو او خاورې هډوكې يو نو آيا بيا به راپورته كېدونكي يو؟
لینک ۵۶:۴۷
۴۸
أَوَءَابَآؤُنَا ٱلْأَوَّلُونَ
آيا زموږ مخکني پلرونه هم؟
لینک ۵۶:۴۸
۴۹
قُلْ إِنَّ ٱلْأَوَّلِينَ وَٱلْـَٔاخِرِينَ
ورته ووايه: بېشكه مخکني او وروستني (ټول).
لینک ۵۶:۴۹
۵۰
لَمَجْمُوعُونَ إِلَىٰ مِيقَـٰتِ يَوْمٍۢ مَّعْلُومٍۢ
هرومرو د يوې ټاكلې ورځې وخت ته را يو ځاى كېدونكي دي.
لینک ۵۶:۵۰
۵۱
ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا ٱلضَّآلُّونَ ٱلْمُكَذِّبُونَ
بيا به هرومرو تاسي اې لار وركو درواغ ګڼونكو!
لینک ۵۶:۵۱
۵۲
لَـَٔاكِلُونَ مِن شَجَرٍۢ مِّن زَقُّومٍۢ
هرومرو د زقوم له ونې خوراک كوونكي ياست.
لینک ۵۶:۵۲
۵۳
فَمَالِـُٔونَ مِنْهَا ٱلْبُطُونَ
او له هغې به د خپلو ګېډو ډكوونكي ياست.
لینک ۵۶:۵۳
۵۴
فَشَـٰرِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْحَمِيمِ
بيا به پر هغه (خوراک) د خوټېدونكو اوبو څښونكي ياست.
لینک ۵۶:۵۴
۵۵
فَشَـٰرِبُونَ شُرْبَ ٱلْهِيمِ
او څښونكي هم د تږو اوښانو غوندي څښاک.
لینک ۵۶:۵۵
۵۶
هَـٰذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ ٱلدِّينِ
د قيامت په ورځ د هغوى مېلمستيا همدغه ده!
لینک ۵۶:۵۶
۵۷
نَحْنُ خَلَقْنَـٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ
تاسي (ټول) خو موږ راپيدا كړئ نو ولې باور نه كوئ؟
لینک ۵۶:۵۷
۵۸
أَفَرَءَيْتُم مَّا تُمْنُونَ
آيا هغه مني ته مو پام كړئ چې تاسي يې څڅوئ؟
لینک ۵۶:۵۸
۵۹
ءَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُۥٓ أَمْ نَحْنُ ٱلْخَـٰلِقُونَ
آيا تاسي يې پيدا كوئ، كه موږ پيدا كوونكي يو؟
لینک ۵۶:۵۹
۶۰
نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ ٱلْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ
(همدا) موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاكلى او موږ له دې څخه عاجز كېدونكي نه يو.
لینک ۵۶:۶۰
۶۱
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ أَمْثَـٰلَكُمْ وَنُنشِئَكُمْ فِى مَا لَا تَعْلَمُونَ
چې ستاسو غوندې نور خلک به مو په بدل كې راولو او تاسي به له سره په داسې حالت پيدا كړو چې تاسي نه پرې پوهېږئ.
لینک ۵۶:۶۱
۶۲
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْأُولَىٰ فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ
او پرته له شکه تاسو ته خو لومړنی پيدايښت معلوم دى، نو ولې عبرت نه اخلئ؟
لینک ۵۶:۶۲
۶۳
أَفَرَءَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ
آيا نو د هغه څه خبر به راكړئ چې تاسي يې كرئ؟
لینک ۵۶:۶۳
۶۴
ءَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُۥٓ أَمْ نَحْنُ ٱلزَّٰرِعُونَ
آيا تاسي يې راشنه كوئ كه موږ يې زرغونوونكي يو؟
لینک ۵۶:۶۴
۶۵
لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَـٰهُ حُطَـٰمًۭا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ
كه موږ وغواړو هرومرو به هغه وچ ټوټه ټوټه كړو بيا به (ټوله ورځ) تعجب سره خبرې كوئ.
لینک ۵۶:۶۵
۶۶
إِنَّا لَمُغْرَمُونَ
چې بېشكه موږ تاواني شولو.
لینک ۵۶:۶۶
۶۷
بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ
بلكې موږ بيخې بې برخې يو.
لینک ۵۶:۶۷
۶۸
أَفَرَءَيْتُمُ ٱلْمَآءَ ٱلَّذِى تَشْرَبُونَ
آيا هغه اوبه مو ليدلې چې (تل) يې تاسو څښئ؟
لینک ۵۶:۶۸
۶۹
ءَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ ٱلْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ ٱلْمُنزِلُونَ
آيا هغه تاسي له ورېځو راتويې كړې دي كه موږ يې را وروونكي يو؟
لینک ۵۶:۶۹
۷۰
لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنَـٰهُ أُجَاجًۭا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ
كه موږ وغواړو هغه به تروې ترخې كړو نو ولې شكر نه باسئ؟
لینک ۵۶:۷۰
۷۱
أَفَرَءَيْتُمُ ٱلنَّارَ ٱلَّتِى تُورُونَ
آيا هغه اور ته مو كتلي چې تاسي يې بلوئ؟
لینک ۵۶:۷۱
۷۲
ءَأَنتُمْ أَنشَأْتُمْ شَجَرَتَهَآ أَمْ نَحْنُ ٱلْمُنشِـُٔونَ
آيا تاسي يې ونه راپيدا كړې ده كه موږ يې پيدا كوونكي يو؟
لینک ۵۶:۷۲
۷۳
نَحْنُ جَعَلْنَـٰهَا تَذْكِرَةًۭ وَمَتَـٰعًۭا لِّلْمُقْوِينَ
هغه خو موږ عبرت او د مسافرو لپاره ګټوره ګرځولې ده.
لینک ۵۶:۷۳
۷۴
فَسَبِّحْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلْعَظِيمِ
نو د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.
لینک ۵۶:۷۴
۷۵
۞ فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ
نو زه د ستورو د پرېوتلو پر ځايونو قسم كوم.
لینک ۵۶:۷۵
۷۶
وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٌۭ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ
او كه پوهېږئ دا په رېښتيا لوى قسم دى.
لینک ۵۶:۷۶
۷۷
إِنَّهُۥ لَقُرْءَانٌۭ كَرِيمٌۭ
چې پرته له شکه دا يو عزتمن قرآن دى.
لینک ۵۶:۷۷
۷۸
فِى كِتَـٰبٍۢ مَّكْنُونٍۢ
چې په يو پټ ساتل شوي كتاب كې دى.
لینک ۵۶:۷۸
۷۹
لَّا يَمَسُّهُۥٓ إِلَّا ٱلْمُطَهَّرُونَ
هغه ته پرته له ډېرو پاکو بل څوك لاس نه وروړي.
لینک ۵۶:۷۹
۸۰
تَنزِيلٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
د رب العالمين له خوا نازل شوى دى.
لینک ۵۶:۸۰
۸۱
أَفَبِهَـٰذَا ٱلْحَدِيثِ أَنتُم مُّدْهِنُونَ
آيا نو تاسي د دې خبرى (قرآن) سپک ګڼونكي ياست؟
لینک ۵۶:۸۱
۸۲
وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ
او (يوازې دا خبره) خپله برخه ګرځوئ چې درواغ يې ګڼئ.
لینک ۵۶:۸۲
۸۳
فَلَوْلَآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلْحُلْقُومَ
نو ولې هغه وخت چې (روح) مرۍ ته ورسيږي.
لینک ۵۶:۸۳
۸۴
وَأَنتُمْ حِينَئِذٍۢ تَنظُرُونَ
او تاسي هغه وخت (په سترګو) ګورئ.
لینک ۵۶:۸۴
۸۵
وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَـٰكِن لَّا تُبْصِرُونَ
او موږ له تاسي زيات ورنېږدې يو خو تاسي نه وينئ.
لینک ۵۶:۸۵
۸۶
فَلَوْلَآ إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ
نو كه تاسي ته جزا نه دركول كيږي.
لینک ۵۶:۸۶
۸۷
تَرْجِعُونَهَآ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
ولې (هغه روح) نه راستنوئ كه تاسي رښتيني ياست.
لینک ۵۶:۸۷
۸۸
فَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ
نو بيا كه چېرې هغه (الله ته) له نېږدې كړى شوو څخه وي.
لینک ۵۶:۸۸
۸۹
فَرَوْحٌۭ وَرَيْحَانٌۭ وَجَنَّتُ نَعِيمٍۢ
نو هوسايي، ښه روزي او نعمتونو والا جنت دى.
لینک ۵۶:۸۹
۹۰
وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلْيَمِينِ
او كه هغه له ښي لاس والا كسانو څخه وي.
لینک ۵۶:۹۰
۹۱
فَسَلَـٰمٌۭ لَّكَ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلْيَمِينِ
نو (بيا هم) تاته سلامتي ده چې د ښي لاس والا خلكو څخه يې.
لینک ۵۶:۹۱
۹۲
وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلْمُكَذِّبِينَ ٱلضَّآلِّينَ
خو كه چېرې له درواغ ګڼونكو لار وركو څخه وي.
لینک ۵۶:۹۲
۹۳
فَنُزُلٌۭ مِّنْ حَمِيمٍۢ
نو (هغه ته) د خوټېدونكو اوبو مېلمستيا ده.
لینک ۵۶:۹۳
۹۴
وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ
او دوزخ ته ورننه اېستل دي.
لینک ۵۶:۹۴
۹۵
إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ حَقُّ ٱلْيَقِينِ
يقيناً همدا حق او يقيني ده.
لینک ۵۶:۹۵
۹۶
فَسَبِّحْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلْعَظِيمِ
د خپل لوى پالونکي په نوم پاکي بيانوه.
لینک ۵۶:۹۶

هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.

Niyat وړیا ترلاسه کړئ