سورت ۱۰۴ له ۱۱۴ · مکي
سورة الهمزه
سُورَةُ الهُمَزَةِ
۹ آیتونه
د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
وَيْلٌۭ لِّكُلِّ هُمَزَةٍۢ لُّمَزَةٍ
تباهي ده هر پېغور ورکوونکي او پسې شا بد ويونکي لره.
۲
ٱلَّذِى جَمَعَ مَالًۭا وَعَدَّدَهُۥ
هغه چې مال يې غونډ کړی او شمېرلی يې (اېښی) دی.
۳
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخْلَدَهُۥ
ګومان کوي چې (دا) مال به يې تل ژوندی وساتي.
۴
كَلَّا ۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِى ٱلْحُطَمَةِ
هيڅکله نه، هغه به هرومرو په ټوټه ټوټه کوونکي (اور) کې غورځول کيږي.
۵
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْحُطَمَةُ
او ته څه خبر يې چې ټوټه ټوټه کوونکی څه دی.
۶
نَارُ ٱللَّهِ ٱلْمُوقَدَةُ
د الله بل کړل شوی اور دی.
۷
ٱلَّتِى تَطَّلِعُ عَلَى ٱلْأَفْـِٔدَةِ
همغه چې پر زړونو به ورخېژي.
۸
إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌۭ
بېشکه هغه پر هغوی را ايسار کړل شوی دی.
۹
فِى عَمَدٍۢ مُّمَدَّدَةٍۭ
په اوږدو ستنو کې.
هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.
Niyat وړیا ترلاسه کړئ