سورت ۹۴ له ۱۱۴ · مکي
سورة الشرح (د سینې پراخول)
سُورَةُ الشَّرۡحِ
۸ آیتونه
د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ
آيا سينه مو درته پراخه نه کړه.
۲
وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ
او ستا هغه پېټی مو در څخه کوز کړ.
۳
ٱلَّذِىٓ أَنقَضَ ظَهْرَكَ
هغه چې ستا ملا يې درنه کړې وه.
۴
وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ
او ستا ذکر(ياد) مو درته اوچت کړ.
۵
فَإِنَّ مَعَ ٱلْعُسْرِ يُسْرًا
نو بېشکه له سختۍ سره آسانتيا هم شته.
۶
إِنَّ مَعَ ٱلْعُسْرِ يُسْرًۭا
بېشکه چې له سختۍ سره آساني هم شته.
۷
فَإِذَا فَرَغْتَ فَٱنصَبْ
نو کله چې وزګار وې، ځان ستړی کړه.
۸
وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَٱرْغَب
او د پالونکي لوري ته دې مخه کړه.
هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.
Niyat وړیا ترلاسه کړئ