سورت ۳۳ له ۱۱۴ · مدني

سورة الاحزاب (ډلې)

سُورَةُ الأَحۡزَابِ
۷۳ آیتونه

د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ ٱتَّقِ ٱللَّهَ وَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًۭا
ای نبي (همیشه) ویره کوه له الله تعالی څخه او د کافرانو او منافقانو خبره مه منه، بې شکه الله تعالی ډېر پوهه حکمتونو والا دی.
لینک ۳۳:۱
۲
وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۭا
او تابع اوسه د هغه چې وحې کیږي تا ته له طرفه د رب ستا نه، بې شکه الله ستاسو پر عملونو خبردار دی.
لینک ۳۳:۲
۳
وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًۭا
او پر الله بروسه كوه او هماغه الله د كار جوړونكي په توګه بس دى.
لینک ۳۳:۳
۴
مَّا جَعَلَ ٱللَّهُ لِرَجُلٍۢ مِّن قَلْبَيْنِ فِى جَوْفِهِۦ ۚ وَمَا جَعَلَ أَزْوَٰجَكُمُ ٱلَّـٰٓـِٔى تُظَـٰهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَـٰتِكُمْ ۚ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَآءَكُمْ أَبْنَآءَكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَٰهِكُمْ ۖ وَٱللَّهُ يَقُولُ ٱلْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِى ٱلسَّبِيلَ
الله د يو سړي ګوګل (سینه) كې دوه زړونه نه دي ايښي او نه يې ستاسو هغه مېرمنې چې تاسو ميندې ورته ويلي وي، ستاسي (اصلي) ميندې ګرځولې، او نه يې ستاسو په زویتوب بللي ستاسي (اصلي) زامن ګرځولي، دا هسې ستاسي د خولې خبره ده او الله حق وايي او همغه سمه لار ښايي.
لینک ۳۳:۴
۵
ٱدْعُوهُمْ لِـَٔابَآئِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ ٱللَّهِ ۚ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ فَإِخْوَٰنُكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَمَوَٰلِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌۭ فِيمَآ أَخْطَأْتُم بِهِۦ وَلَـٰكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًا
هغوى د خپلو پلرونو په نامه وبولئ، د الله پر وړاندې همدا پوره انصاف دى، خو كه پلرونه يې نه پېژنئ نو په دين كې خو ستاسي ورونه او دوستان دي. او په څه كې چې تاسي خطا شوي ياست څه ګناه درباندې نشته، خو هغه څه چې زړونو مو قصد كړى وي (ګناه ده) او الله بخښونكی مهربان دى.
لینک ۳۳:۵
۶
ٱلنَّبِىُّ أَوْلَىٰ بِٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَأَزْوَٰجُهُۥٓ أُمَّهَـٰتُهُمْ ۗ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍۢ فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُهَـٰجِرِينَ إِلَّآ أَن تَفْعَلُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَوْلِيَآئِكُم مَّعْرُوفًۭا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِى ٱلْكِتَـٰبِ مَسْطُورًۭا
(دا) نبي پر مومنانو له خپلو ځانو هم زيات حق لرونكى دى او د هغه مېرمنې د دوى ميندې دي او د الله كتاب كې د خپلوۍ څښتنان يو پر بل ډېر حق لرونكي دي نظر له نورو مومنانو او مهاجرينو، مګر كه تاسي له خپلو دوستانو سره څه ښېګڼه وكړئ، همدا په كتاب كې ليكل شوي دي.
لینک ۳۳:۶
۷
وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِيثَـٰقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍۢ وَإِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَـٰقًا غَلِيظًۭا
او هغه مهال چې موږ له پېغمبرانو او له تا، نوح، ابراهيم، موسى او د مريمې زوى عيسى نه لوظ واخيست، او ښه پوخ لوظ مو ترې واخيست.
لینک ۳۳:۷
۸
لِّيَسْـَٔلَ ٱلصَّـٰدِقِينَ عَن صِدْقِهِمْ ۚ وَأَعَدَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًۭا
څو له ریښتينو څخه د هغوى د ریښتیا پوښتنه وكړي، او كافرانو ته خو يې دردوونکی عذاب چمتو كړى.
لینک ۳۳:۸
۹
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُودٌۭ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًۭا وَجُنُودًۭا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
اې مومنانو د الله (هغه) نعمت درياد كړئ چې كله تاسي ته لښكرې راغلې نو موږ پر هغوى سيلۍ او داسې لښكرې را واستولې چې تاسي نه ليدلې او الله ستاسي په كړو وړو ښه ليدونكى دى.
لینک ۳۳:۹
۱۰
إِذْ جَآءُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ ٱلْأَبْصَـٰرُ وَبَلَغَتِ ٱلْقُلُوبُ ٱلْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِٱللَّهِ ٱلظُّنُونَا۠
كله چې هغوى تاسي ته له پاسه او لاندې خوا نه راغلل، او کله چې سترګې كږې شوې او زړونه ستونو ته راورسېدل او په الله مو راز راز ګمانونه وكړل.
لینک ۳۳:۱۰
۱۱
هُنَالِكَ ٱبْتُلِىَ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا۟ زِلْزَالًۭا شَدِيدًۭا
هملته مومنان وازمايل شول او په سختو لړځولو سره ولړځول شول.
لینک ۳۳:۱۱
۱۲
وَإِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ مَّا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ إِلَّا غُرُورًۭا
او كله چې منافقانو او هغو چې زړونو كې یې ناروغي ده، وويل: موږ سره الله او د هغه رسول پرته له تېرېستلو (دوکې) د بل څه ژمنه نه ده كړې!
لینک ۳۳:۱۲
۱۳
وَإِذْ قَالَت طَّآئِفَةٌۭ مِّنْهُمْ يَـٰٓأَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَٱرْجِعُوا۟ ۚ وَيَسْتَـْٔذِنُ فَرِيقٌۭ مِّنْهُمُ ٱلنَّبِىَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌۭ وَمَا هِىَ بِعَوْرَةٍ ۖ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًۭا
او كله چې د هغوى يوې ډلې وويل: اې د يثرب خلكو ستاسي د ټينګې ځاى نشته بېرته وګرځئ، او يوه (بله) ډله يې پېغمبر نه (د تللو) اجازه غواړي وايي: بې شکه زموږ كورونه تش پراته دي، او حال دا چې هغه تش نه وو، هغوی له تېښتې پرته څه نه غوښتل.
لینک ۳۳:۱۳
۱۴
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا۟ ٱلْفِتْنَةَ لَـَٔاتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا۟ بِهَآ إِلَّا يَسِيرًۭا
او كه د مدينې له شاوخوا پر دوى (لښكرې) ورننوځي، بيا فتنه (كفر يا شرک) ترې وغوښتل شي، خامخا به يې تر سره كړي، او څه ځنډ به پكې ونه كړي مګر لږ.
لینک ۳۳:۱۴
۱۵
وَلَقَدْ كَانُوا۟ عَـٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ ٱلْأَدْبَـٰرَ ۚ وَكَانَ عَهْدُ ٱللَّهِ مَسْـُٔولًۭا
او بې شكه دوى لا مخكې الله سره لوظ كړى و چې هيڅكله به (جګړه كې) شا نه ګرځوي او د الله سره شوې ژمنه پوښتل کېږي.
لینک ۳۳:۱۵
۱۶
قُل لَّن يَنفَعَكُمُ ٱلْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ ٱلْمَوْتِ أَوِ ٱلْقَتْلِ وَإِذًۭا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًۭا
ورته ووايه: كه تاسي له مرګ يا وژنې وتښتئ، نو دا تېښته به هيڅ ګټه درته ونه كړي او بيا به د ژوند ګټه هم درنكړل شي مګر لږ (وخت).
لینک ۳۳:۱۶
۱۷
قُلْ مَن ذَا ٱلَّذِى يَعْصِمُكُم مِّنَ ٱللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوٓءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةًۭ ۚ وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا
ورته ووايه هغه څوك دى چې تاسي له الله نه وژغوري، كه چېرې هغه څه بدي يا رحمت درته وغواړي؟ او هغوى به الله نه پرته خپل ځانته نه كوم دوست ومومي نه مرستندوى.
لینک ۳۳:۱۷
۱۸
۞ قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَٱلْقَآئِلِينَ لِإِخْوَٰنِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا ۖ وَلَا يَأْتُونَ ٱلْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا
بې شكه الله تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (له جهاد نه) ايسارول كوي او خپلو ورونو (ملګرو) ته وايي: موږ خواته راځئ، او هغوى جګړې ته ډېر لږ راځي.
لینک ۳۳:۱۸
۱۹
أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ ۖ فَإِذَا جَآءَ ٱلْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَٱلَّذِى يُغْشَىٰ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْمَوْتِ ۖ فَإِذَا ذَهَبَ ٱلْخَوْفُ سَلَقُوكُم بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى ٱلْخَيْرِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا۟ فَأَحْبَطَ ٱللَّهُ أَعْمَـٰلَهُمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًۭا
هغوى ستاسو په هكله بخيلان دي، خو كله چې وېره راشي نو بيا به يې وينې چې سترګې يې چورلي او داسې درته ګوري لكه د مرګ بيهوشي چې پرې راغلې وي، خو كله چې ډار ختم شي نو په خپلو تېرو ژبو سره تاسي غندي، په خير كې ډېر بخيلان دي، هغوى ايمان نه دى راوړى، نو الله يې عملونه برباد كړل او دا الله ته (ډېره) اسانه ده.
لینک ۳۳:۱۹
۲۰
يَحْسَبُونَ ٱلْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا۟ ۖ وَإِن يَأْتِ ٱلْأَحْزَابُ يَوَدُّوا۟ لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِى ٱلْأَعْرَابِ يَسْـَٔلُونَ عَنْ أَنۢبَآئِكُمْ ۖ وَلَوْ كَانُوا۟ فِيكُم مَّا قَـٰتَلُوٓا۟ إِلَّا قَلِيلًۭا
دوى ګومان كوي چې لښكرې (د مشركانو) بېرته نه دي تللې، او كه دا لښكرې بيا راشي نو خوښوي دوی چې كاشكې دوى په مېرو كې له كوچيانو سره واى (او) ستاسي د حالاتو پوښتنې يې كولاى، او كه دوى په تاسي كې موجود هم واى نو ډېر لږ به جنګېدلي وو.
لینک ۳۳:۲۰
۲۱
لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِى رَسُولِ ٱللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌۭ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا
بېشكه تاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د اّخرت له ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي.
لینک ۳۳:۲۱
۲۲
وَلَمَّا رَءَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْأَحْزَابَ قَالُوا۟ هَـٰذَا مَا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَصَدَقَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ ۚ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّآ إِيمَـٰنًۭا وَتَسْلِيمًۭا
او كله چې مومنانو هغه لښكرې وليدې ویې ویل: دا خو هماغه دي چې الله او رسول يې موږ سره ژمنه كړې وه، الله او رسول يې ریښتيا ويلي وو، او پرته له ايمان او تابعدارۍ يې د هغو بل څه ور زيات نه كړل.
لینک ۳۳:۲۲
۲۳
مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌۭ صَدَقُوا۟ مَا عَـٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا۟ تَبْدِيلًۭا
له مومنانو ځينې داسې (نران) سړي هم شته چې په كوم شي يې الله سره لوظ كړى و هغه يې ریښتيا كړ، نو ځينو خو يې خپل نذر (منخته) پوره كړ (شهیدان شول)، او ځينې يې لا انتظار كوي او هيڅ كوم بدلون يې ونكړ.
لینک ۳۳:۲۳
۲۴
لِّيَجْزِىَ ٱللَّهُ ٱلصَّـٰدِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ إِن شَآءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا
دې لپاره چې الله ریښتينو ته د هغوى د ریښتیا بدله وركړي او منافقانو ته يې كه خوښه وه عذاب وركړي او يا يې توبه قبوله كړي، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.
لینک ۳۳:۲۴
۲۵
وَرَدَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا۟ خَيْرًۭا ۚ وَكَفَى ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلْقِتَالَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًۭا
او الله كافران له غوسې سره داسې بېرته وګرځول چې هيڅ ګټه يې ترلاسه نكړه او له جګړې څخه الله مومنان وساتل، او الله زورور برلاسى دی.
لینک ۳۳:۲۵
۲۶
وَأَنزَلَ ٱلَّذِينَ ظَـٰهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعْبَ فَرِيقًۭا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًۭا
او الله د اهل كتابو هغه خلك له خپلو كلاګانو راكوز كړل چې د هغوى (مشركانو) مرسته يې كړې وه، او په زړونو كې يې وېره ورواچوله، نو يوه ډله مو وژله او بله مو بندې كوله.
لینک ۳۳:۲۶
۲۷
وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَـٰرَهُمْ وَأَمْوَٰلَهُمْ وَأَرْضًۭا لَّمْ تَطَـُٔوهَا ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرًۭا
او د هغوى زمكه، كورونه او مالونه يې تاسي ته په ميراث دركړل، او هغه زمكه هم چې تاسو نه وه لتاړ (پښو لاندې) كړې او الله په هر څه قادر واکمن دی.
لینک ۳۳:۲۷
۲۸
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًۭا جَمِيلًۭا
اې پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه چې كه تاسي د دنيا ژوند او د هغې د ښكلا سامان غواړئ نو راشئ چې څه نا څه شيان دركړم او په ښه ډول مو رخصت كړم.
لینک ۳۳:۲۸
۲۹
وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ فَإِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَـٰتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًۭا
او كه تاسي الله، د هغه رسول او د اّخرت كور غواړئ نو بې شكه الله له تاسو څخه نېك عمل کوونکو ته ستر اجر چمتو كړى دى.
لینک ۳۳:۲۹
۳۰
يَـٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَـٰحِشَةٍۢ مُّبَيِّنَةٍۢ يُضَـٰعَفْ لَهَا ٱلْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًۭا
اې د پېغمبر مېرمنو! له تاسي که څوك يو څرګند ناوړه كار وكړي نو د هغې لپاره به عذاب دوه برابره شي او دا الله ته (ډېره) اّسانه ده.
لینک ۳۳:۳۰
۳۱
۞ وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتَعْمَلْ صَـٰلِحًۭا نُّؤْتِهَآ أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًۭا كَرِيمًۭا
او له تاسې څخه چې هر څوك الله او د هغه رسول ته غاړه كيږدي او ښه كارونه وكړي نو اجر به يې دوه ځلې وركوو او هغې ته مو غوره روزي چمتو كړې ده.
لینک ۳۳:۳۱
۳۲
يَـٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍۢ مِّنَ ٱلنِّسَآءِ ۚ إِنِ ٱتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِٱلْقَوْلِ فَيَطْمَعَ ٱلَّذِى فِى قَلْبِهِۦ مَرَضٌۭ وَقُلْنَ قَوْلًۭا مَّعْرُوفًۭا
اې د نبى مېرمنو تاسي د نورو ښځو په څېر نه ياست، كه له الله وېره لرئ نو په خبرو كې نرمي (لچک) مه كوئ، چې بيا به هغه څوک په تمه شي چې په زړه كې يې مرض وي او سمه (زيږه) خبره كوئ.
لینک ۳۳:۳۲
۳۳
وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ ٱلْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتِينَ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِعْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ ٱلرِّجْسَ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًۭا
او خپلو كورو كې اوسئ او د لومړني جاهليت په څېر خپل ښايست مه څرګندوئ او بشپړ لمونځ كوئ، زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول خبره منئ، په حقيقت كې الله غواړي چې له تاسي ګناه لرې كړي ای (د نبي) كور والاوو، او ښه مو پاك كړي په پاکولو سره.
لینک ۳۳:۳۳
۳۴
وَٱذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِى بُيُوتِكُنَّ مِنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ وَٱلْحِكْمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا
او ياد کړئ د الله هغه آيتونه او حكمت (نبوي احاديث) چې ستاسي په كورونو كې لوستل كيږي، بې شکه الله په رازونو پوه خبردار دى.
لینک ۳۳:۳۴
۳۵
إِنَّ ٱلْمُسْلِمِينَ وَٱلْمُسْلِمَـٰتِ وَٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ وَٱلْقَـٰنِتِينَ وَٱلْقَـٰنِتَـٰتِ وَٱلصَّـٰدِقِينَ وَٱلصَّـٰدِقَـٰتِ وَٱلصَّـٰبِرِينَ وَٱلصَّـٰبِرَٰتِ وَٱلْخَـٰشِعِينَ وَٱلْخَـٰشِعَـٰتِ وَٱلْمُتَصَدِّقِينَ وَٱلْمُتَصَدِّقَـٰتِ وَٱلصَّـٰٓئِمِينَ وَٱلصَّـٰٓئِمَـٰتِ وَٱلْحَـٰفِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَٱلْحَـٰفِظَـٰتِ وَٱلذَّٰكِرِينَ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا وَٱلذَّٰكِرَٰتِ أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةًۭ وَأَجْرًا عَظِيمًۭا
بېشكه مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې، مومنان نارينه او مومنې ښځې، امر منونكي نارينه او امر منونكې ښځې، ريښتيني نارينه او ريښتونې ښځې، صبر كوونكي نارينه او صبر كوونكې ښځې، (د الله پر وړاندې) سرټيټوونكي نارينه او سرټيټوونكې ښځې، صدقه وركوونكي نارينه او صدقه وركوونكې ښځې، روژتيان نارينه او روژ تيانې ښځې، د خپلو شرمځايونو ساتونكي نارينه او ساتونكې ښځې، د الله ډېرډېر يادوونكي نارينه اود الله يادوونكې ښځې، دا (لس ډوله) خلك هغه كسان دي چې الله هغوی لپاره بخښنه او لوی اجر چمتو كړی دى.
لینک ۳۳:۳۵
۳۶
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍۢ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَـٰلًۭا مُّبِينًۭا
او كله چې الله او د هغه رسول د څه كار پرېکړه وكړي، نو هيڅ مومن او مومنې لره نه ښایي چې په خپلو کارونو کې خپله خوښه ولري، او څوك چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وكړي، نو هغه بې لارې شو په يو څرګند بې لاريتوب سره.
لینک ۳۳:۳۶
۳۷
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِىٓ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَٱتَّقِ ٱللَّهَ وَتُخْفِى فِى نَفْسِكَ مَا ٱللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى ٱلنَّاسَ وَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَىٰهُ ۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيْدٌۭ مِّنْهَا وَطَرًۭا زَوَّجْنَـٰكَهَا لِكَىْ لَا يَكُونَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌۭ فِىٓ أَزْوَٰجِ أَدْعِيَآئِهِمْ إِذَا قَضَوْا۟ مِنْهُنَّ وَطَرًۭا ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًۭا
او كله چې ويل تا هغه چا ته چې پېرزوينه كړې ده الله پر هغه او پیرزوینه کړې ده تا پر هغه: خپله مېرمن دې وساته او له الله وېوېرېږه، تا په خپل زړه كې هغه څه پټول چې الله يې څرګندوونكى و او ته له خلكو وېرېدې په داسې حال كې چې الله ډېر وړ دى چې ترې وډار شې، بيا نو كله چې زيد ترې خپله اړتيا پوره كړه هغه مو تا ته په نكاح كړه تر څو پر مومنانو د زوى بلليو [متبنی] په مېرمنو كې څه ستونزه نه وي، كله چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي، او د الله (دا) حكم هرومرو كېدونكى و.
لینک ۳۳:۳۷
۳۸
مَّا كَانَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ مِنْ حَرَجٍۢ فِيمَا فَرَضَ ٱللَّهُ لَهُۥ ۖ سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ قَدَرًۭا مَّقْدُورًا
پر نبي (عليه السلام) د هغه كار هيڅ ګناه نشته چې الله ورته ټاكلى، په مخكې تېر شوو خلكو كې هم د الله همدا کړنلاره وه او د الله حكم يو ټاكل شوى مقرر حكم دى.
لینک ۳۳:۳۸
۳۹
ٱلَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَـٰلَـٰتِ ٱللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُۥ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا ٱللَّهَ ۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًۭا
هغه كسان چې د الله پيغامونه رسوي او ترې ډاريږي او له الله پرته له بل چا نه ډاريږي او الله ښه حساب كوونكى بس دی.
لینک ۳۳:۳۹
۴۰
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٍۢ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَـٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًۭا
محمد (صلۍ الله عليه واله وسلم) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى، او الله د هر شي علم لرونكى دى.
لینک ۳۳:۴۰
۴۱
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ ذِكْرًۭا كَثِيرًۭا
ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! یادوئ الله په ډېرو یادولو سره.
لینک ۳۳:۴۱
۴۲
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةًۭ وَأَصِيلًا
او سبا بېګا يې پاکي بيانوئ.
لینک ۳۳:۴۲
۴۳
هُوَ ٱلَّذِى يُصَلِّى عَلَيْكُمْ وَمَلَـٰٓئِكَتُهُۥ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۚ وَكَانَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًۭا
همغه ذات دى چې پر تاسي رحمت نازلوي او ملایک درته بخښنه غواړي دې لپاره چې له تيارو مو رڼا ته را وباسي او هغه پر مومنانو ډېر مهربان دى.
لینک ۳۳:۴۳
۴۴
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُۥ سَلَـٰمٌۭ ۚ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًۭا كَرِيمًۭا
په كومه ورځ چې له هغه سره مخامخ كيږي، هر كلى به يې په سلام وي او هغوى ته يې پتمن اجر چمتو كړى.
لینک ۳۳:۴۴
۴۵
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ شَـٰهِدًۭا وَمُبَشِّرًۭا وَنَذِيرًۭا
اۍ پېغمبره! موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكی ليږلى يې.
لینک ۳۳:۴۵
۴۶
وَدَاعِيًا إِلَى ٱللَّهِ بِإِذْنِهِۦ وَسِرَاجًۭا مُّنِيرًۭا
او الله تعالی ته بلونکی د هغه په حکم سره او روښانه څراغ (يې).
لینک ۳۳:۴۶
۴۷
وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَضْلًۭا كَبِيرًۭا
او مومنانو ته زېرى وركړه چې د الله لخوا د هغوى لپاره لويه پېرزوينه ده.
لینک ۳۳:۴۷
۴۸
وَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَدَعْ أَذَىٰهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًۭا
او د كافرانو او منافقانو خبره مه منه، ضرر يې پرېږده او پر الله بروسه كوه او الله كار جوړوونكى بس دى.
لینک ۳۳:۴۸
۴۹
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَكَحْتُمُ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍۢ تَعْتَدُّونَهَا ۖ فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًۭا جَمِيلًۭا
اې مومنانو كله چې تاسي مومنانې په نكاح كړئ بيا يې طلاقې كړئ مخكې له دې چې لاس ور وړئ (کوروالی وکړئ) نو بيا تاسي لپاره پر هغوى كوم عدت نشته چې شمېرئ به يې، نو هغوى ته یوه جوړه جامه وركړئ او په ښه توګه يې رخصت كړئ.
لینک ۳۳:۴۹
۵۰
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَٰجَكَ ٱلَّـٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّـٰتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَـٰلَـٰتِكَ ٱلَّـٰتِى هَاجَرْنَ مَعَكَ وَٱمْرَأَةًۭ مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِىِّ إِنْ أَرَادَ ٱلنَّبِىُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةًۭ لَّكَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِىٓ أَزْوَٰجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌۭ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا
اې نبي! بېشكه موږ ستا هغه مېرمنې درته حلالې كړې دي چې تا يې مهرونه وركړي، او هغه وينځې چې الله په غنيمت دركړې دي، او ستا د تره لوڼې، د ترور لوڼې، د ماما لوڼې د توړۍ ګانو هغه لوڼې دې چې له تا سره يې هجرت كړى او يوه مومنه ښځه كه خپل ځان نبي (علیه السلام) ته وبخښي، كه چېرې نبي (عيله السلام) د هغې نكاح كول وغواړي، دا هم يوازې ستا لپاره نه د نورو مومنانو لپاره، بېشكه موږ ته هغه (احكام) معلوم دي چې د هغوى د مېرمنو او وينځو په اړه مو ورباندې ټاكلي دي، دې لپاره چې پر تا كومه سختي نه وي، او الله ډېر بخښونكى مهربان دى.
لینک ۳۳:۵۰
۵۱
۞ تُرْجِى مَن تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِىٓ إِلَيْكَ مَن تَشَآءُ ۖ وَمَنِ ٱبْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَآ ءَاتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًۭا
ستا خوښه چې کومه یوه روسته کوې او کومې یوې ته ځای ورکوې له ځان سره د بیبیانو څخه دې، او له هغو چې تا یو طرف ته كړي [له نوبت څخه]، كه بېرته يې [په نوبت کې شاملول] وغواړې، نو پر تا كومه ګناه نشته، په دې كې ډېره وړتيا ده چې د هغوى سترګې يخې شي، خپګان ونكړي او په هغه څه خوښې اوسي چې هغوى ټولو ته دې وركړي دي، الله ته هغه څه معلوم دي چې ستاسي په زړونو كې دي او الله ډېر پوه زغم والا دى.
لینک ۳۳:۵۱
۵۲
لَّا يَحِلُّ لَكَ ٱلنِّسَآءُ مِنۢ بَعْدُ وَلَآ أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَٰجٍۢ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ رَّقِيبًۭا
له دې وروسته تا ته نورې ښځې نه دي روا، او نه دا چې د هغوى په بدل كې نورې ښځې وكړې، كه څه هم د هغوى ښايست دې ډېر خوښ شي پرته له هغه وینځو چې ته یې څښتن شوی یې او الله پر هر څه ساتونكى (څارونكى) دى.
لینک ۳۳:۵۲
۵۳
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتَ ٱلنَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَـٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَـٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَٱدْخُلُوا۟ فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَٱنتَشِرُوا۟ وَلَا مُسْتَـْٔنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِى ٱلنَّبِىَّ فَيَسْتَحْىِۦ مِنكُمْ ۖ وَٱللَّهُ لَا يَسْتَحْىِۦ مِنَ ٱلْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَـٰعًۭا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍۢ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا۟ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓا۟ أَزْوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦٓ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا
ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د نبي (عليه السلام) كوټو ته مه ننوزئ پرته له دې چې د څه خوراك اجازه درته وشي، په داسې حال كې چې د پخېدو انتظار به يې نه كوئ، خو كله چې وبلل شوئ نو ورننوځئ او چې خوراك مو وكړ، نو بيا خپاره شئ او د خبرو څخه د خوند اخیستلو لپاره مه كېنئ، دا كار نبي (عليه السلام) ته تكليف رسوي خو هغه له تاسي حيا كوي، او الله له حق (ويلو) حيا نه كوي، او كله چې له هغوى (بيبيانو) مو څه سامان غوښتلو نو د پردې تر شا يې وغواړئ، دا (کړنلاره) ستاسو او د هغوى د زړونو لپاره ډېره پاكيزه ده او ستاسو لپاره روا نه ده چې د الله رسول ته څه تكليف ورسوئ او نه هيڅكله دا چې له هغه وروسته يې مېرمنې په نكاح كړئ، په رېښتیا د الله پر وړاندې دا لويه ګناه ده.
لینک ۳۳:۵۳
۵۴
إِن تُبْدُوا۟ شَيْـًٔا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًۭا
تاسي كه کوم څه ښكاره كړئ يا يې پټ كړئ، الله پر هر شي عالم دى.
لینک ۳۳:۵۴
۵۵
لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِىٓ ءَابَآئِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآئِهِنَّ وَلَآ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ أَخَوَٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآئِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُنَّ ۗ وَٱتَّقِينَ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدًا
(د پيغمبر صلي الله عليه وسلم د بيبيانو لپاره) په دوې هېڅ باك نشته چې د هغو پلرونه، د هغو زامن، د هغو ورونه، د هغو ورېرونه، د هغو خوريونه، د هغو انډيوالانې ښځې او دهغو وينځې مريونه (كورونو ته ورشي)، (ای ښځو!) تاسي بايد د الله له نافرمانۍ ډډه وكړئ، الله پر هر څه ناظر دی.
لینک ۳۳:۵۵
۵۶
إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَـٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ ۚ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا
بیشکه الله او پرښتې یې د الله درود وایي (رحمت لیږی) پر نبي، ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی! درود ووایاست پر هغه (نبي) او سلام (پرې) ووایاست په سلام ویلو سره.
لینک ۳۳:۵۶
۵۷
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا
په رېښتيا هغه كسان چې الله او د هغه رسول ازاروي، الله په دنيا او آخرت كې پرې لعنت كړى، او هغوى ته يې سپكوونكى عذاب چمتو كړى.
لینک ۳۳:۵۷
۵۸
وَٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ بِغَيْرِ مَا ٱكْتَسَبُوا۟ فَقَدِ ٱحْتَمَلُوا۟ بُهْتَـٰنًۭا وَإِثْمًۭا مُّبِينًۭا
او هغه كسان چې مومنان او مومنانې ځوروي پرته له څه ګناه چې هغوى كړې وي، نو بېشكه هغوى لوى درواغ او څرګنده ګناه باروي [کسب یې کړه].
لینک ۳۳:۵۸
۵۹
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَـٰبِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا
ای نبي خپلو مېرمنو، لوڼو او د نورو مومنانو ښځو ته ووايه چې خپل پړوني دې پر ځان راخپروي، دا كار ډېر نږدې دی چې هغوى وپېژندل شي، نو نه به ځورول كيږي او الله (ډېر) بخښونكي مهربان دى.
لینک ۳۳:۵۹
۶۰
۞ لَّئِن لَّمْ يَنتَهِ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ وَٱلْمُرْجِفُونَ فِى ٱلْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَآ إِلَّا قَلِيلًۭا
كه دا منافقان او هغه كسان چې په زړونو كې يې ناروغي ده او په مدينه كې بدې اوازې خپرونكي (اوس هم) ايسار نه شول نو موږ به خامخا تا ورباندې مسلط كړو بيا به دې هلته پرته له كمې مودې (ډېر) ګاونډي توب ونكړي.
لینک ۳۳:۶۰
۶۱
مَّلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوٓا۟ أُخِذُوا۟ وَقُتِّلُوا۟ تَقْتِيلًۭا
رټلي به وي، چېرته چې وموندل شول ګيريږي به او سخت به وژل كيږي.
لینک ۳۳:۶۱
۶۲
سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًۭا
همدا د الله تګلاره ده په هغو خلكو كې هم چې مخكې تېر شوي او ته به هيڅكله د الله د تګلارې څه بدلېدل ونه مومې.
لینک ۳۳:۶۲
۶۳
يَسْـَٔلُكَ ٱلنَّاسُ عَنِ ٱلسَّاعَةِ ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا
خلك دې له قيامته پوښتي، ورته وايه: علم يې بس الله سره دى او ته څه خبر يې ښايي قيامت نېږدې وي.
لینک ۳۳:۶۳
۶۴
إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا
بېشكه الله كافران رټلي او جهنم يې ورته چمتو كړى دى.
لینک ۳۳:۶۴
۶۵
خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا
همیشه به وي به هغې کې همیشه، نه به مومي دوست او نه مرستندوی.
لینک ۳۳:۶۵
۶۶
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَـٰلَيْتَنَآ أَطَعْنَا ٱللَّهَ وَأَطَعْنَا ٱلرَّسُولَا۠
هغه ورځ درپه یاد کړه چې اړولای او راړولای به شي مخونه د دوی په اور کې، او وایي به: ارمان چې د الله خبره مو منلې واى او د رسول پيروي مو كړې واى.
لینک ۳۳:۶۶
۶۷
وَقَالُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا ٱلسَّبِيلَا۠
او وايي به: موږ خو د خپلو سردارانو او لويانو خبره ومنله چې (دا دى) لاره يې رانه وركه كړه.
لینک ۳۳:۶۷
۶۸
رَبَّنَآ ءَاتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ ٱلْعَذَابِ وَٱلْعَنْهُمْ لَعْنًۭا كَبِيرًۭا
زموږ ربه! هغوى ته له عذابه دوه برابره (برخه) وركړه او په ستر لعنت يې ورټه.
لینک ۳۳:۶۸
۶۹
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ ءَاذَوْا۟ مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ ٱللَّهُ مِمَّا قَالُوا۟ ۚ وَكَانَ عِندَ ٱللَّهِ وَجِيهًۭا
ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د هغو خلکو په څېر مه كيږئ چې موسىٰ ته يې تكليف ورسولو چې بيا الله د هغوى له خبرو د هغه صفايي (هم) وركړه او هغه خو د الله پر وړاندې (ډېر) مخور و.
لینک ۳۳:۶۹
۷۰
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَقُولُوا۟ قَوْلًۭا سَدِيدًۭا
اى مومنانو! له الله ووېرېږئ او سمه خبره كوئ.
لینک ۳۳:۷۰
۷۱
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَـٰلَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا
ستاسي كارونه به سم كړي، او ګناهونه به مو دروبخښي او چا چې الله او د هغه د رسول خبره ومنله نو په رېښتيا هغه برى وموند، لوى برى.
لینک ۳۳:۷۱
۷۲
إِنَّا عَرَضْنَا ٱلْأَمَانَةَ عَلَى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا ٱلْإِنسَـٰنُ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ ظَلُومًۭا جَهُولًۭا
بېشکه موږ (خپل) امانت آسمانونو، ځمكې او غرونو ته وړاندې كړ نو هغوى يې له وړلو انكار وكړ او ترې ووېرېدل (خو) انسان هغه په غاړه واخيست. رښتيا چې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى.
لینک ۳۳:۷۲
۷۳
لِّيُعَذِّبَ ٱللَّهُ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتِ وَٱلْمُشْرِكِينَ وَٱلْمُشْرِكَـٰتِ وَيَتُوبَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۢا
تر څو الله منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي او د مومنانو نارينه او ښځو توبه قبوله كړي او الله بخښونكى مهربان دى.
لینک ۳۳:۷۳

هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.

Niyat وړیا ترلاسه کړئ