سورت ۳۲ له ۱۱۴ · مکي

سورة السجده (سجده)

سُورَةُ السَّجۡدَةِ
۳۰ آیتونه

د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
الٓمٓ
الم [1]
لمنلیکونه[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
لینک ۳۲:۱
۲
تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
د دې كتاب نازلېدلو کې شك نشته چې د مخلوقاتو د پالونكي لخوا دى.
لینک ۳۲:۲
۳
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۚ بَلْ هُوَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًۭا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٍۢ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ
اّيا (کافران) وايي چې دې پېغمبر دا قران د ځان څخه جوړ كړى؟ نه، بلکې راتلل د دې قران ثابت دي ستا د رب له طرفه، دې لپاره چې ووېروې په دې قران هغه خلك چې له تا مخکې ورته وېرونكى نه دى راغلى، دې لپاره چې سمه لار ومومي.
لینک ۳۲:۳
۴
ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ مَا لَكُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ
الله هغه ذات دى چې آسمانونه، ځمكه او څه يې چې یې ترمنځه دي په شپږو ورځو كې پيدا کړي، بيا پر عرش پورته شو، ستاسي لپاره له هغه پرته څوك بچ کوونکی او سپارښتګر نشته، نو اّيا تاسي څه درس نه اخلئ؟
لینک ۳۲:۴
۵
يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ إِلَى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍۢ كَانَ مِقْدَارُهُۥٓ أَلْفَ سَنَةٍۢ مِّمَّا تَعُدُّونَ
هغه له اسمانه ځمكې ته د (هر) كار سمبالښت كوي، بيا په هغه ورځ ده ته ورخيژي چې ستاسي په شمېره يې اندازه زر كاله ده.
لینک ۳۲:۵
۶
ذَٰلِكَ عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
همدا ذات د پټو او څرګندو عالم، برلاسى او ډېر مهربان دى.
لینک ۳۲:۶
۷
ٱلَّذِىٓ أَحْسَنَ كُلَّ شَىْءٍ خَلَقَهُۥ ۖ وَبَدَأَ خَلْقَ ٱلْإِنسَـٰنِ مِن طِينٍۢ
هغه ذات چې ډېر ښه يې جوړ كړی دی هر شی، او پيل کړی یې دی پېدایښت د انسان له خټې نه.
لینک ۳۲:۷
۸
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُۥ مِن سُلَـٰلَةٍۢ مِّن مَّآءٍۢ مَّهِينٍۢ
بيا يې جوړ کړی نسل د هغه د راښکلی شوو اوبو سپکو نه.
لینک ۳۲:۸
۹
ثُمَّ سَوَّىٰهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِۦ ۖ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۚ قَلِيلًۭا مَّا تَشْكُرُونَ
چې بيا يې سم برابر كړ او له خپل روح نه يې پوكى پكې وكړ، او تاسي ته يې د اورېدو، ليدو (قوتونه) او (فكر كولو) زړو نه دركړل، (خو) تاسو ډېر لږ شكر باسئ.
لینک ۳۲:۹
۱۰
وَقَالُوٓا۟ أَءِذَا ضَلَلْنَا فِى ٱلْأَرْضِ أَءِنَّا لَفِى خَلْقٍۢ جَدِيدٍۭ ۚ بَلْ هُم بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كَـٰفِرُونَ
او دوى وويل: آيا كله چې موږ په ځمكه كې (خاورو سره) ورك شو نو بيا به نوي پيدايښت كې منځ ته راشو؟ دوى خو له خپل رب سره د مخامخ کېدلو نه هم منكر دي.
لینک ۳۲:۱۰
۱۱
۞ قُلْ يَتَوَفَّىٰكُم مَّلَكُ ٱلْمَوْتِ ٱلَّذِى وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ
ورته ووايه: د مرګ هغه ملايك به مو سا اخلي چې پر تاسو ګمارل شوى، بيا به د خپل رب په لور ګرځول كېږئ.
لینک ۳۲:۱۱
۱۲
وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلْمُجْرِمُونَ نَاكِسُوا۟ رُءُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَآ أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَٱرْجِعْنَا نَعْمَلْ صَـٰلِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ
او كه چېرته وګورې ته هغه وخت چې مجرمانو به خپل سرونه د خپل رب پر وړاندې ښکته کړي وي (وایې به): اې زموږ ربه! موږ (اوس هر څه) وليدل او واورېدل، نو بېرته مو وګرځوه چې سم كارونه وكړو، موږ بېشكه باور لرونكي يو.
لینک ۳۲:۱۲
۱۳
وَلَوْ شِئْنَا لَـَٔاتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَىٰهَا وَلَـٰكِنْ حَقَّ ٱلْقَوْلُ مِنِّى لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ
او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو هر كس ته د هغه لارښوونه وركړې وه خو زما له خوا دا خبره حق ثابته شوه چې زه به خامخا جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو نه ډكوم.
لینک ۳۲:۱۳
۱۴
فَذُوقُوا۟ بِمَا نَسِيتُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَآ إِنَّا نَسِينَـٰكُمْ ۖ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
نو (اوس يې) خوند وڅكئ په دې چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ کېدل مو هېر كړي وو، موږ هم تاسو هېر كړي ياست، او د هغو عملونو په وجه چې تاسو به كول ابدي عذاب وڅكئ.
لینک ۳۲:۱۴
۱۵
إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِـَٔايَـٰتِنَا ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بِهَا خَرُّوا۟ سُجَّدًۭا وَسَبَّحُوا۟ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ۩
یقینا ایمان لري په آیتونو زموږ هغه کسان چې کله بیان شي دوی ته آیتونه، پریوځي سجده کوونکي او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايي او دوی لویي نه کوي.
لینک ۳۲:۱۵
۱۶
تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ ٱلْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًۭا وَطَمَعًۭا وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ
اړخونه يې له بسترو څخه جلا کیږي، خپل رب له ډار او هېلې سره رابولي او څه مو چې ور روزي كړي له هغو نه لګښت كوي.
لینک ۳۲:۱۶
۱۷
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌۭ مَّآ أُخْفِىَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍۢ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي، د هغو کړنو د بدلې په توګه چې دوى به كول.
لینک ۳۲:۱۷
۱۸
أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًۭا كَمَن كَانَ فَاسِقًۭا ۚ لَّا يَسْتَوُۥنَ
اّيا هغه څوک چې مومن وي د هغه چا په څېر دی چې نافرمان وي؟ برابریدلی نه شي.
لینک ۳۲:۱۸
۱۹
أَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَلَهُمْ جَنَّـٰتُ ٱلْمَأْوَىٰ نُزُلًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
هر هغه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو د هغوى د مېلمستيا لپاره د استوګنې جنتونه دي، د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول.
لینک ۳۲:۱۹
۲۰
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فَسَقُوا۟ فَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ ۖ كُلَّمَآ أَرَادُوٓا۟ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَآ أُعِيدُوا۟ فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
او هغه كسان چې سرغړونه يې كړې نو د هغوى استوګنځى به اور وي، هر كله چې دوى ترې وتل غواړي، بېرته ورګرځول كيږي پكې او ورته ويل كيږي به (اوس) د هغه اور عذاب وڅكئ چې دروغ به مو ګڼلو.
لینک ۳۲:۲۰
۲۱
وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَدْنَىٰ دُونَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
او موږ به خامخا دوى ته د لوى عذاب [د اخرت عذاب] نه مخكې د نږدې عذاب [د دنیا عذاب] څه خوند ور وڅكو، تر څو هغوى راوګرځي ( له ګناهونو څخه).
لینک ۳۲:۲۱
۲۲
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِۦ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَآ ۚ إِنَّا مِنَ ٱلْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ
او تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې د خپل رب په اّيتونو نصيحت ورته وشي بيا له هغه مخ واړوي، بېشكه موږ له مجرمانو غچ اخيستونكي يو.
لینک ۳۲:۲۲
۲۳
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَلَا تَكُن فِى مِرْيَةٍۢ مِّن لِّقَآئِهِۦ ۖ وَجَعَلْنَـٰهُ هُدًۭى لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
او بېشکه موږ موسىٰ ته كتاب وركړى و، نو مه کیږه په شک کې د ملاقات د هغه نه او هغه مو د بنى اسرائيلو لپاره د لارښوونې وسيله ګرځولى و.
لینک ۳۲:۲۳
۲۴
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةًۭ يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا۟ ۖ وَكَانُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا يُوقِنُونَ
او له هغوی مو (څه كسان) امامان وګرځول چې زموږ په امر به يې لارښوونه كوله، هغه مهال چې دوى صبر وكړ او زموږ پر اّيتونو يې باور كولو.
لینک ۳۲:۲۴
۲۵
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
بېشكه ستا رب به د قيامت په ورځ د دوى ترمنځ د هغه څه پرېکړه كوي چې دوى پكې اختلاف كولو.
لینک ۳۲:۲۵
۲۶
أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْقُرُونِ يَمْشُونَ فِى مَسَـٰكِنِهِمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ ۖ أَفَلَا يَسْمَعُونَ
آيا دې خبرې دوى ته نه ده روښانه كړې چې موږ له دوى مخكې څومره قومونه تباه كړل چې (اوس يې) دوى په كورونو كې ګرځي، بې شکه په دې كې نښانې دي، نو آيا دوى نه اوري.
لینک ۳۲:۲۶
۲۷
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا نَسُوقُ ٱلْمَآءَ إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِۦ زَرْعًۭا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَـٰمُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ ۖ أَفَلَا يُبْصِرُونَ
اّيا دوى نه ګوري چې موږ د وچې ځمكې په لور اوبه روانوو بيا په هغو سره فصل راوباسو چې د دوى څاروي يې هم ترې خوري او خپله هم، نو آيا (دا) نه ويني؟
لینک ۳۲:۲۷
۲۸
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
او دوی وایې چې کله به وي دا فیصله که تاسو رښتیني یاست.
لینک ۳۲:۲۸
۲۹
قُلْ يَوْمَ ٱلْفَتْحِ لَا يَنفَعُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِيمَـٰنُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
ووايه: د پرېکړې په ورځ خو به كافرانو ته د هغوى ايمان هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به هغوى ته څه مهلت وركول كيږي.
لینک ۳۲:۲۹
۳۰
فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَٱنتَظِرْ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ
نو مخ واړوه له دوی نه او انتظار كوه، یقینا دوى هم انتظار كوونكي دي.
لینک ۳۲:۳۰

هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.

Niyat وړیا ترلاسه کړئ