سورت ۳۱ له ۱۱۴ · مکي

سورة لقمان

سُورَةُ لُقۡمَانَ
۳۴ آیتونه

د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
الٓمٓ
الم [1]
لمنلیکونه[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
لینک ۳۱:۱
۲
تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْحَكِيمِ
دا آیتونه د داسې کتاب دي چې د حکمتونو نه ډک دی.
لینک ۳۱:۲
۳
هُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّلْمُحْسِنِينَ
هدایت او رحمت دی لپاره د نېکانو.
لینک ۳۱:۳
۴
ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ
هغه خلك چې پابندي کوي د لمانځه، ورکوي زكات او هغوى په آخرت باور لري.
لینک ۳۱:۴
۵
أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًۭى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
دغو (صفتونو والا) د خپل رب لخوا په سمه لار برابر او همدوى برى موندونكي دي.
لینک ۳۱:۵
۶
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْتَرِى لَهْوَ ٱلْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ
او له خلكو څخه ځينې هغه دي چې چټي خبرې پيري، تر څو پرته له دلیل نه (خلك) د الله له لارې واړوي او هغه ټوكې وګڼي، د داسې خلكو لپاره سپكونكى عذاب دى.
لینک ۳۱:۶
۷
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَـٰتُنَا وَلَّىٰ مُسْتَكْبِرًۭا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِىٓ أُذُنَيْهِ وَقْرًۭا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
او كله چې پر هغه زموږ اّيتونه لوستل كيږي نو داسې په لويي مخ واړوي لكه چې (بيخي يې) اورېدلي نه وي، (يا) لكه غوږونو كې يې چې دروندوالى وي، نو هغه ته د يو دردناك عذاب زېرى وركړه.
لینک ۳۱:۷
۸
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُمْ جَنَّـٰتُ ٱلنَّعِيمِ
يقيناً چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي دي هغو لپاره له نعمتونو ډك جنتونه دي.
لینک ۳۱:۸
۹
خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّۭا ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
تلپاتې به وي په هغو كې، د الله ریښتينې ژمنه ده او هغه حكمت والا برلاسى دى.
لینک ۳۱:۹
۱۰
خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍۢ تَرَوْنَهَا ۖ وَأَلْقَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍۢ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍۢ كَرِيمٍ
اّسمانونه يې بې له ستنو پيدا كړي ( لکه څرنګه یې) چې تاسې وينئ، او په ځمكه كې يې كلك ولاړ غرونه پيدا كړل چې هغه پر تاسي ونه خوځيږي او هر ډول خوځېدونكي ژوي يې پكې خپاره كړل او موږ له اسمانه اوبه را وورولې بيا مو په هغې كې هر ډول ګټور بوټي را شنه کړل.
لینک ۳۱:۱۰
۱۱
هَـٰذَا خَلْقُ ٱللَّهِ فَأَرُونِى مَاذَا خَلَقَ ٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦ ۚ بَلِ ٱلظَّـٰلِمُونَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ
دا پيدايښت د الله دى، نو را وښاياست چې له هغه پرته دوى (باطلو معبودانو) څه پيدا كړي دي، بلكې دا ظالمان خو په څرګنده بې لاریتوب کې دي.
لینک ۳۱:۱۱
۱۲
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا لُقْمَـٰنَ ٱلْحِكْمَةَ أَنِ ٱشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌۭ
او بې شكه ورکړی و موږ لقمان ته پوخ علم (ورته مو ویلی و) د الله شكر وباسه، او څوك چې شكر وباسي نو خپل ځان ته شكر وباسي او څوك چې ناشکري کوي نو بې شكه الله بې پروا ستايل شوى دى.
لینک ۳۱:۱۲
۱۳
وَإِذْ قَالَ لُقْمَـٰنُ لِٱبْنِهِۦ وَهُوَ يَعِظُهُۥ يَـٰبُنَىَّ لَا تُشْرِكْ بِٱللَّهِ ۖ إِنَّ ٱلشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌۭ
او كله چې لقمان خپل زوى ته په نصيحت كې وويل: اې زما زویه الله سره څه مه شريكوه، يقيناً شرك يو ستر ظلم دى.
لینک ۳۱:۱۳
۱۴
وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ وَهْنًا عَلَىٰ وَهْنٍۢ وَفِصَـٰلُهُۥ فِى عَامَيْنِ أَنِ ٱشْكُرْ لِى وَلِوَٰلِدَيْكَ إِلَىَّ ٱلْمَصِيرُ
او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په هكله نصيحت كړى دى، ځكه مور يې د سستۍ دپاسه سستۍ حالت كې بار كړى دى، او (له تي) پرېکول يې په دوو كلونو كې دي، چې زما او د مور او پلار دې شكر وباسه، یوازې ما ته راګرځېدل دي.
لینک ۳۱:۱۴
۱۵
وَإِن جَـٰهَدَاكَ عَلَىٰٓ أَن تُشْرِكَ بِى مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌۭ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِى ٱلدُّنْيَا مَعْرُوفًۭا ۖ وَٱتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَىَّ ۚ ثُمَّ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
او كه چېرې هغوى دواړه پر تا زور واچوي چې ما سره هغه څه شريك كړې چې تا سره د هغه څه علم نشته نو بيا د هغوى مه منه، او ملګرتیا د دوی کوه د دنیا په کار کې؛ ملګرتیا نېکه، او د هغه چا په لار ځه چې زما په خوا راګرځېدلى وي، بيا ستاسي راتلل زما په لور دي نو زه به مو په هغه څه خبروم چې تاسي به كول.
لینک ۳۱:۱۵
۱۶
يَـٰبُنَىَّ إِنَّهَآ إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍۢ مِّنْ خَرْدَلٍۢ فَتَكُن فِى صَخْرَةٍ أَوْ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ أَوْ فِى ٱلْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا ٱللَّهُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌۭ
اې زما زویه! خبره دا ده چې كه هغه (نېکي یا بدي) د اوري د يوې دانې په اندازه هم وي او په يو ګټ، يا په اسمانو يا ځمكه كې وي، الله به يې راوړي، بې شكه الله ډېر با خبره باريك ليدونكى دى.
لینک ۳۱:۱۶
۱۷
يَـٰبُنَىَّ أَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ وَأْمُرْ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱنْهَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَآ أَصَابَكَ ۖ إِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ
اې زما زویه! پابندي کوه د لمانځه او حکم کوه د نیکۍ او منع کوه له بدۍ نه او صبر کوه په هغه مصیبتونو چې تا ته رسیږي، یقینا دا له اړینو کارونو څخه دي.
لینک ۳۱:۱۷
۱۸
وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِى ٱلْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍۢ فَخُورٍۢ
او (په لویۍ سره د خبرو پرمهال) له خلكو نه مخ مه اړوه او مه ګرځه په ځمكه كې په لویۍ او ناز سره، بې شكه الله كبرجن او لویي کوونکی نه خوښوي.
لینک ۳۱:۱۸
۱۹
وَٱقْصِدْ فِى مَشْيِكَ وَٱغْضُضْ مِن صَوْتِكَ ۚ إِنَّ أَنكَرَ ٱلْأَصْوَٰتِ لَصَوْتُ ٱلْحَمِيرِ
او خپل تګ كې منځنی اوسه او غږ دې لږ ورو كړه، بې شكه تر ټولو غږونو ناكاره غږ د خرو وي.
لینک ۳۱:۱۹
۲۰
أَلَمْ تَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُۥ ظَـٰهِرَةًۭ وَبَاطِنَةًۭ ۗ وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَـٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍۢ وَلَا هُدًۭى وَلَا كِتَـٰبٍۢ مُّنِيرٍۢ
آيا تاسي نه دي ليدلي چې الله هغه څه ستاسو تابع ګرځولي چې په اسمانو او هغه څه چې ځمكه كې دي او پر تاسي يې خپل ټول ښكاره او پټ نعمتونه تمام كړي دي؟ خو ځينې خلك داسې دي چې پرته له پوهې، هدايت او روښانه كتاب، د الله په اړه [دهغه د وجود او د یووالي په اړه] جګړې کوي.
لینک ۳۱:۲۰
۲۱
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ ۚ أَوَلَوْ كَانَ ٱلشَّيْطَـٰنُ يَدْعُوهُمْ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ
او کوم وخت چې وویل شي دوی ته د هغه څه تابع شئ چې الله را نازل كړي! وايي: بلکې موږ د هغه څه تابعداري کوو چې خپل پلرونه مو پرى موندلي [آیا تابعداري کوي دوی د پلارانو] اګر که شیطان دوی ته د جهنم د عذاب بلنه ورکوي.
لینک ۳۱:۲۱
۲۲
۞ وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌۭ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ عَـٰقِبَةُ ٱلْأُمُورِ
او چا چې خپل مخ الله تعالی ته وسپارلو (تابع کړ) په داسې حال كې چې نېكي کوونکی هم وي نو هغه کلکه كړۍ ټینګه کړله، او د كارونو انجام د الله په لور دى.
لینک ۳۱:۲۲
۲۳
وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُۥٓ ۚ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
او چا چې کفر وکړ نو د هغه كفر دې تا خپه نكړي، زموږ خوا ته يې راګرځېدل دي، بيا به يې په هغه څه خبر كړو چې كړي يې دي، بې شكه الله ښه عالم دى په هغه څه چې سينو كې دي.
لینک ۳۱:۲۳
۲۴
نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًۭا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَىٰ عَذَابٍ غَلِيظٍۢ
لږه فائده به وركړو [په دنیا کې] خو بيا به يې د يو سخت عذاب په لور مجبور كړو [په اخرت کې].
لینک ۳۱:۲۴
۲۵
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۚ قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ خامخا به وايي چې الله، و وايه الله لره ستاينه ده، خو زياتره يې نه پوهيږي.
لینک ۳۱:۲۵
۲۶
لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ
په اسمانونو او ځمكه كې هر څه الله لره دي، بې شكه هماغه الله بې پروا ستايل شوى دى.
لینک ۳۱:۲۶
۲۷
وَلَوْ أَنَّمَا فِى ٱلْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَـٰمٌۭ وَٱلْبَحْرُ يَمُدُّهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦ سَبْعَةُ أَبْحُرٍۢ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَـٰتُ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ
او كه په ځمكه كې چې څه ونې دي، قلمونه شي او سمندر يې رنګ او بيا اوه نور سمندرونه هم يې ورسره شي نو بيا به هم د الله خبرې خلاصې نه شي، بې شکه الله برلاسى حكمت والا دى.
لینک ۳۱:۲۷
۲۸
مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍۢ وَٰحِدَةٍ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ
ستاسو د ټولو پيدايښت او بيا پاڅون ندی مګر لكه د يو تن (پيدايښت او پاڅون) په څېر (اسان) دى، بې شكه الله اورېدونكى ليدونكى دى.
لینک ۳۱:۲۸
۲۹
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّۭ يَجْرِىٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى وَأَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ
آیا ته نه وینې چې بې شکه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول يوې ټاكلې نېټې پورې چليږي او بې شکه الله ستاسي په كړنو خبردار دى.
لینک ۳۱:۲۹
۳۰
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ ٱلْبَـٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ
دا ځكه چې بې شکه الله حق دی او دوى چې له هغه پرته څه رابلي هغه باطل دي او بې شكه چې هماغه الله ډېر اوچت او لوي ذات دی.
لینک ۳۱:۳۰
۳۱
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱلْفُلْكَ تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِنِعْمَتِ ٱللَّهِ لِيُرِيَكُم مِّنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّكُلِّ صَبَّارٍۢ شَكُورٍۢ
آيا تا نه دي ليدلي چې په سمندر كې بېړۍ د الله په فضل چليږي چې تاسي ته له خپلو نښانو څه در وښايي، په دې كې خو بې شکه د هر صبرناك شكر وېستونكي لپاره (ډېرې) نښانې دي.
لینک ۳۱:۳۱
۳۲
وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌۭ كَٱلظُّلَلِ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمْ إِلَى ٱلْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌۭ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍۢ كَفُورٍۢ
او كله چې د ورېځو غوندې څپې يې را لاندې كړي نو په سوچه عقيده سره الله رابولي، خو چې بيايې وچې ته وژغوري نو له دوی څخه ځېنې يې درمیانه تګ والا شي او زموږ له آيتونو پرته له هر بې لوظه او ناشكره بل څوك انكار نه كوي.
لینک ۳۱:۳۲
۳۳
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ وَٱخْشَوْا۟ يَوْمًۭا لَّا يَجْزِى وَالِدٌ عَن وَلَدِهِۦ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِۦ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ
اې خلكو له خپل رب نه مو ووېرېږئ او له هغې ورځې وډار شئ چې پلار به خپل زوی ته ګټه نشي رسولی، او نه به زوى خپل پلار ته ګټه رسونکی وي د څه شي، د الله ژمنه بې شكه رښتينې ده، نو د دنيا ژوند مو دوكه نه كړي او غولونكى (شيطان) مو د الله په اړه دوكه نه كړي.
لینک ۳۱:۳۳
۳۴
إِنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ ٱلْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِى ٱلْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌۭ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًۭا ۖ وَمَا تَدْرِى نَفْسٌۢ بِأَىِّ أَرْضٍۢ تَمُوتُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌۢ
بې شكه الله سره خو د قيامت معلومات دي، او باران وروي، او په هغه څه پوهيږي چې (د ميندو) په خېټو كې دي، او هيڅ ساكښ نه پوهيږي چې سبا به څه كوي؟ او نه هيڅوك پوهيږي چې په كومه ځمكه به مري، بې شكه الله خبردار عالم دى.
لینک ۳۱:۳۴

هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.

Niyat وړیا ترلاسه کړئ