سورت ۶۷ له ۱۱۴ · مکي
سورة الملک (پاچاهي)
سُورَةُ المُلۡكِ
د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
تَبَـٰرَكَ ٱلَّذِى بِيَدِهِ ٱلْمُلْكُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ
ډېر لوی او لوړ دى هغه ذات چې د هغه په لاس کې پاچاهي ده او هغه پر هر شي واکمن دى.
لینک
۶۷:۱
۲
ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْمَوْتَ وَٱلْحَيَوٰةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًۭا ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفُورُ
هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پېدا كړ څو تاسي وازمايي چې له تاسې څخه كوم يو د ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور او بخښونكى دی.
لینک
۶۷:۲
۳
ٱلَّذِى خَلَقَ سَبْعَ سَمَـٰوَٰتٍۢ طِبَاقًۭا ۖ مَّا تَرَىٰ فِى خَلْقِ ٱلرَّحْمَـٰنِ مِن تَفَـٰوُتٍۢ ۖ فَٱرْجِعِ ٱلْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِن فُطُورٍۢ
هغه چې لاندې باندې يې اوه آسمانونه پيدا كړي، ته به د رحمان (الله) په پيدايښت كې هيڅ ګډوډي (بې نظمي) ونه مومې. بيا وګوره، آيا څه نيمګړتيا وينې؟
لینک
۶۷:۳
۴
ثُمَّ ٱرْجِعِ ٱلْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنقَلِبْ إِلَيْكَ ٱلْبَصَرُ خَاسِئًۭا وَهُوَ حَسِيرٌۭ
بيا بيا سترګې واړوه ستا نظر به ستومانه نامراده بېرته درستون شي.
لینک
۶۷:۴
۵
وَلَقَدْ زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِمَصَـٰبِيحَ وَجَعَلْنَـٰهَا رُجُومًۭا لِّلشَّيَـٰطِينِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ ٱلسَّعِيرِ
او بېشكه موږ نېږدې آسمان په چراغونو ښکلی كړى او هغه مو د شيطانانو لپاره ويشتونكي ګرځولي او هغوى (کافرانو) ته مو د بل اور عذاب چمتو كړى.
لینک
۶۷:۵
۶
وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د دوزخ سزا ده او هغه د ورتـګ ډېر بد ځاى دى.
لینک
۶۷:۶
۷
إِذَآ أُلْقُوا۟ فِيهَا سَمِعُوا۟ لَهَا شَهِيقًۭا وَهِىَ تَفُورُ
كله چې دوى پكې وغورځول شي نو غړمبېدل به يې واوري او هغه به خوټيږي.
لینک
۶۷:۷
۸
تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ ٱلْغَيْظِ ۖ كُلَّمَآ أُلْقِىَ فِيهَا فَوْجٌۭ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَآ أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌۭ
نږدې به وي چې له (ډېرې) غوسې وچوي، هر كله چې كومه ډله پكې وغورځول شي نو څوكيداران به يې وپوښتي چې آيا كوم وېروونكى نه و درغلى؟
لینک
۶۷:۸
۹
قَالُوا۟ بَلَىٰ قَدْ جَآءَنَا نَذِيرٌۭ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِى ضَلَـٰلٍۢ كَبِيرٍۢ
هغوى به وايي: ولې نه، موږ ته وېروونكى راغلى و خو هغه مو درواغجن وګڼلو او ومو ويل چې الله هيڅ شى نه دي رانازل كړي، تاسې له لويې لار ورکۍ پرته بل څه كې نه ياست.
لینک
۶۷:۹
۱۰
وَقَالُوا۟ لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِىٓ أَصْحَـٰبِ ٱلسَّعِيرِ
او وايي به: كه موږ اورېدلاى يا پوهېدلاى، (اوس به) په دوزخيانو كې نه وو.
لینک
۶۷:۱۰
۱۱
فَٱعْتَرَفُوا۟ بِذَنۢبِهِمْ فَسُحْقًۭا لِّأَصْحَـٰبِ ٱلسَّعِيرِ
نو (همداسې) هغوى پر خپله ګناه اقرار وكړ، نو تباهي ده دوزخیانو لره.
لینک
۶۷:۱۱
۱۲
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌۭ كَبِيرٌۭ
په رېښتيا كوم كسان چې پر پټو له خپل پالونکي وېريږي، هغوى لره بخښنه او ستره بدله ده.
لینک
۶۷:۱۲
۱۳
وَأَسِرُّوا۟ قَوْلَكُمْ أَوِ ٱجْهَرُوا۟ بِهِۦٓ ۖ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
تاسې كه پټې خبرې كوئ يايې ښكاره کوئ، هغه آن د زړونو په رازونو خبر دى.
لینک
۶۷:۱۳
۱۴
أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ ٱللَّطِيفُ ٱلْخَبِيرُ
آيا هغه (به) نه پوهيږي چې (هر څه يې) پيدا كړي دي؟ حال دا چې هغه په باريكيو پوه او ښه خبردار دى.
لینک
۶۷:۱۴
۱۵
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ ذَلُولًۭا فَٱمْشُوا۟ فِى مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا۟ مِن رِّزْقِهِۦ ۖ وَإِلَيْهِ ٱلنُّشُورُ
همغه ذات دى چې تاسې ته يې ځمكه اېل كړې، تاسې يې په څنډو (يا لارو) كې ګرځئ او د هغه روزي خورئ او همغه ته مو بيا ژوندي راپورته كېدل دي.
لینک
۶۷:۱۵
۱۶
ءَأَمِنتُم مَّن فِى ٱلسَّمَآءِ أَن يَخْسِفَ بِكُمُ ٱلْأَرْضَ فَإِذَا هِىَ تَمُورُ
آيا له هغه ذاته بې غمه ياست چې په آسمان كې دى، چې په ځمكه مو ښخ كړي او يو دم هغه (ځمكه) سره خوځيږي.
لینک
۶۷:۱۶
۱۷
أَمْ أَمِنتُم مَّن فِى ٱلسَّمَآءِ أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًۭا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ
آيا په امن یاست (نه ویریږئ) له هغه ذات نه چې په آسمان كې دى چې را وبه لیږي پر تاسې كاڼي، نو پوه به شئ چې څنګه دي ویرول زما.
لینک
۶۷:۱۷
۱۸
وَلَقَدْ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
او له هغوى مخكې چې كوم خلك وو، هغوى هم (رسولان) درواغجن ګڼلي و، نو بيا زما عذاب (يا نيول) څنګه و؟
لینک
۶۷:۱۸
۱۹
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَـٰٓفَّـٰتٍۢ وَيَقْبِضْنَ ۚ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا ٱلرَّحْمَـٰنُ ۚ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍۭ بَصِيرٌ
آيا هغوى خپل له پاسه مرغان وزرونه غوړوونكي او راټولوونكي نه دي كتلي؟ له رحمانه پرته يې بل څوك (په هوا كې) نه نيسي، بېشكه همغه د هر څه ښه ليدونكى دى.
لینک
۶۷:۱۹
۲۰
أَمَّنْ هَـٰذَا ٱلَّذِى هُوَ جُندٌۭ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ۚ إِنِ ٱلْكَـٰفِرُونَ إِلَّا فِى غُرُورٍ
يا دا څوك دى چې هغه تاسي لپاره لښكر وي او د رحمان پر وړاندې مو مرسته وكړي؟ كافران يوازې په دوکه کې دي.
لینک
۶۷:۲۰
۲۱
أَمَّنْ هَـٰذَا ٱلَّذِى يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُۥ ۚ بَل لَّجُّوا۟ فِى عُتُوٍّۢ وَنُفُورٍ
يا دا څوك دى چې تاسي ته روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپله روزي بنده كړي؟ په اصل كې هغوى په سرغړاوي او کرکه كې خښ ننوتي دي.
لینک
۶۷:۲۱
۲۲
أَفَمَن يَمْشِى مُكِبًّا عَلَىٰ وَجْهِهِۦٓ أَهْدَىٰٓ أَمَّن يَمْشِى سَوِيًّا عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ
آيا څوك چې پړمخې روان وي ښه لارموندونكى دى يا څوک چې سم برابر په نېغه لاره ځي.
لینک
۶۷:۲۲
۲۳
قُلْ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۖ قَلِيلًۭا مَّا تَشْكُرُونَ
ته ووايه هغه داسې ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست او تاسو لره یې غوږونه او سترګې او زړونه جوړ کړي دي، ډېر لږ شکر وباسئ.
لینک
۶۷:۲۳
۲۴
قُلْ هُوَ ٱلَّذِى ذَرَأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
ورته ووايه: همغه (الله) دى چې تاسي يې پر ځمكه كې خپاره كړئ او د همغه لور ته به ورغونډ كړى شئ.
لینک
۶۷:۲۴
۲۵
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
او هغوى وايي: دا ژمنه به كله وي؟ كه تاسي رېښتيني ياست.
لینک
۶۷:۲۵
۲۶
قُلْ إِنَّمَا ٱلْعِلْمُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌۭ
ووايه: دا علم خو يوازې له الله سره دى او زه خو ايله يو څرګند وېروونكى يم.
لینک
۶۷:۲۶
۲۷
فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةًۭ سِيٓـَٔتْ وُجُوهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَقِيلَ هَـٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تَدَّعُونَ
بيا چې دوى هغه له نېږدې ووينې، د كافرانو مخونه به بدرنګه شي او وبه ويل شي: دا همغه څه دي چې تاسې يې غوښتنه كوله.
لینک
۶۷:۲۷
۲۸
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِىَ ٱللَّهُ وَمَن مَّعِىَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَن يُجِيرُ ٱلْكَـٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍۢ
ووايه: ما خبر كړئ، كه چېرى الله ما او زما ملګري تباه كړي يا رحم راباندې وكړي نو بيا به كافران له دردوونکي عذابه څوك ژغوري؟
لینک
۶۷:۲۸
۲۹
قُلْ هُوَ ٱلرَّحْمَـٰنُ ءَامَنَّا بِهِۦ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ
ووايه: همغه رحمان دى چې موږ پرې ايمان راوړى او پر هغه مو بروسه کړې، نو تاسې به ژر پوه شئ چې څوك په ښكاره بې لارۍ كې دي.
لینک
۶۷:۲۹
۳۰
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًۭا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَآءٍۢ مَّعِينٍۭ
ووايه: ماته خبر راكړئ چې كه ستاسو اوبه ښكته ننوځي، بيا به څوك روانې اوبه درته راولي؟
لینک
۶۷:۳۰