سورت ۴۵ له ۱۱۴ · مکي

سورة الجاثیه

سُورَةُ الجَاثِيَةِ
۳۷ آیتونه

د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
حمٓ
حم [1]
لمنلیکونه[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
لینک ۴۵:۱
۲
تَنزِيلُ ٱلْكِتَـٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ
(دا كتاب) د برلاسي حكمت والا الله له لوري نازل شوى دى.
لینک ۴۵:۲
۳
إِنَّ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّلْمُؤْمِنِينَ
په رېښتيا په آسمانو او ځمكه كې د مومنانو لپاره هرومرو (ډېرې) نښانې دي.
لینک ۴۵:۳
۴
وَفِى خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِن دَآبَّةٍ ءَايَـٰتٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُوقِنُونَ
او (همدارنګه) په خپله ستاسي پيدايښت او هغو ژويو (حیواناتو) كې چې خپروي يې ډېرې نښانې دي هغو خلكو ته چې باور كوي.
لینک ۴۵:۴
۵
وَٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن رِّزْقٍۢ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ ٱلرِّيَـٰحِ ءَايَـٰتٌۭ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ
او دغه شان په اختلاف د شپې او د ورځې كې او الله چې له آسمانه كومه روزي نازله كړې او بيا يې ځمكه پرې له مرګه (شاړېدو) وروسته را ژوندۍ كړې او په اړولو راړولو د بادونو كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له عقله کار اخلي.
لینک ۴۵:۵
۶
تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ ۖ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَ ٱللَّهِ وَءَايَـٰتِهِۦ يُؤْمِنُونَ
دغه د الله آيتونه دي چې په رښتيني ډول يې درباندې لولو، خو هغوى به له الله او د هغه له آيتونو وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟
لینک ۴۵:۶
۷
وَيْلٌۭ لِّكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍۢ
تباهي ده هر درواغ جوړوونكي ګناهګار لره.
لینک ۴۵:۷
۸
يَسْمَعُ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًۭا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍۢ
د الله آيتونه اوري چې ورباندې لوستل كيږي خو بيا په لويي سره همغسې پرې ټينګيږي لكه چې له سره يې اورېدلي نه وي، نو د يو دردوونکي عذاب زېرى وركړه.
لینک ۴۵:۸
۹
وَإِذَا عَلِمَ مِنْ ءَايَـٰتِنَا شَيْـًٔا ٱتَّخَذَهَا هُزُوًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ
او كله چې زموږ له آيتونو څخه په يو څه پوه شي نو ملنډې پرې وهي، د داسې خلكو لپاره سپكوونكى عذاب دى.
لینک ۴۵:۹
۱۰
مِّن وَرَآئِهِمْ جَهَنَّمُ ۖ وَلَا يُغْنِى عَنْهُم مَّا كَسَبُوا۟ شَيْـًۭٔا وَلَا مَا ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْلِيَآءَ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
د هغو تر شا جهنم دی او څه یې چې کړي دي هېڅ ګټه به ورنه رسوي او نه هغه (شريكان) چې له الله پرته يې دوستان نيولي وو او د هغوى لپاره ستر عذاب دى.
لینک ۴۵:۱۰
۱۱
هَـٰذَا هُدًۭى ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌۭ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ
دا (ټول) هدايت دى او كوم خلك چې د خپل رب پر آيتونو كافر شوي، هغوى لره دردوونکی (سخت) عذاب دى.
لینک ۴۵:۱۱
۱۲
۞ ٱللَّهُ ٱلَّذِى سَخَّرَ لَكُمُ ٱلْبَحْرَ لِتَجْرِىَ ٱلْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِۦ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
الله همغه دى چې تاسو ته يې درياب د دې لپاره تابع كړى چې د هغه په حكم بېړۍ پكې وچليږي او تاسي د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.
لینک ۴۵:۱۲
۱۳
وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا مِّنْهُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ
او تاسىو ته يې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته له خپل لوري تابع كړي، بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې فكر كوي.
لینک ۴۵:۱۳
۱۴
قُل لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يَغْفِرُوا۟ لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ ٱللَّهِ لِيَجْزِىَ قَوْمًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
مومنانو ته ووايه: هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د (سختو) ورځو هيله نه لري، تر څو (الله) همغو خلكو ته د خپلو لاسته راوړنو بدله وركړي.
لینک ۴۵:۱۴
۱۵
مَنْ عَمِلَ صَـٰلِحًۭا فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ۖ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ
چا چې ښه عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې وكړ او چا چې بدي وكړه نو (هم) پر هغه ده، بيا به (ټول) خپل رب ته ورګرځول كيږئ.
لینک ۴۵:۱۵
۱۶
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحُكْمَ وَٱلنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَـٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ وَفَضَّلْنَـٰهُمْ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ
او بېشكه موږ بني اسرائيلو ته كتاب، پوهه د دین او نبوت وركړى و، هغوى ته مو له پاكيزه شيانو روزي وركړې وه او پر نړيوالو مو غوره كړي وو.
لینک ۴۵:۱۶
۱۷
وَءَاتَيْنَـٰهُم بَيِّنَـٰتٍۢ مِّنَ ٱلْأَمْرِ ۖ فَمَا ٱخْتَلَفُوٓا۟ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
او هغوى ته مو د دين ښكاره دليلونه وركړي وو، خو بيا هغوى يوازې له هغه وروسته د خپل منځي ضد له امله سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، يقيناً ستا رب به د قيامت په ورځ د هغوى تر منځ هغه څه ورفيصله كړي چې پكې يې اختلاف كولو.
لینک ۴۵:۱۷
۱۸
ثُمَّ جَعَلْنَـٰكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍۢ مِّنَ ٱلْأَمْرِ فَٱتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
بيا مو ته د دين په (څرګنده) لار ودرولې نو د همغى پيروي كوه او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهيږي.
لینک ۴۵:۱۸
۱۹
إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا۟ عَنكَ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًۭٔا ۚ وَإِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ ۖ وَٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلْمُتَّقِينَ
هغوى به له تا نه د الله هيڅ شى ايسار نكړي او ظالمان په رېښتيا يو د بل ملګري دي او الله د متقيانو ملګرى دى.
لینک ۴۵:۱۹
۲۰
هَـٰذَا بَصَـٰٓئِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًۭى وَرَحْمَةٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُوقِنُونَ
دا د (ټولو) خلكو لپاره د پوهې درسونه دي او څوك چې يقين كوي د هغو لپاره هدايت او رحمت دى.
لینک ۴۵:۲۰
۲۱
أَمْ حَسِبَ ٱلَّذِينَ ٱجْتَرَحُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن نَّجْعَلَهُمْ كَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ سَوَآءًۭ مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ۚ سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ
آيا چا چې بدۍ كړې دي هغوى دا ګومان كوي چې موږ به يې هغسې كړو لكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي؟ (او) د هغوى ژوند او مرګ به سره يو شان وي؟ بده پرېكړه كوي.
لینک ۴۵:۲۱
۲۲
وَخَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ وَلِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
او الله آسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړي دي او د دې لپاره هم چې هر كس ته د خپلو كړو وړو بدله وركړی شي او ظلم به نه پرې كيږي.
لینک ۴۵:۲۲
۲۳
أَفَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَـٰهَهُۥ هَوَىٰهُ وَأَضَلَّهُ ٱللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍۢ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِۦ وَقَلْبِهِۦ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِۦ غِشَـٰوَةًۭ فَمَن يَهْدِيهِ مِنۢ بَعْدِ ٱللَّهِ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوسونه يې ځان ته معبود ګرځولي او له پوهې سره الله بې لارې كړ، پر غوږ او زړه يې ټاپه ور ووهله او په سترګو يې پرده ورواچوله؟ نو له الله وروسته به يې څوك لارښوونه وكړي؟ آيا تاسي څه پند نه اخلئ؟
لینک ۴۵:۲۳
۲۴
وَقَالُوا۟ مَا هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَآ إِلَّا ٱلدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ
او هغوى (دا هم) وويل چې بل څه نشته همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او ژوند كوو، او بل څه نه، يوازې همدا زمانه مو له منځه وړي! هغوى لره په دې خبره څه علم نشته، هغوى نور څه نه يوازې ګومان كوي.
لینک ۴۵:۲۴
۲۵
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍۢ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ ٱئْتُوا۟ بِـَٔابَآئِنَآ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ
او كله چې زموږ څرګند آيتونه پرې لوستل كيږي نو بيا هغوى سره بل دليل نه وي پرته له دې چې وايى كه تاسي رښتيني ياست نو زموږ پلرونه راولئ!
لینک ۴۵:۲۵
۲۶
قُلِ ٱللَّهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يَجْمَعُكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
ورته ووايه: همغه الله مو ژوندي كوي، بيا مړه كوي بيا مو د قيامت ورځې ته ورټولوي چې (هيڅ) شك پكې نشته خو زياتره خلك نه پوهيږي.
لینک ۴۵:۲۶
۲۷
وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يَوْمَئِذٍۢ يَخْسَرُ ٱلْمُبْطِلُونَ
او الله لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او په كومه ورځ چې قيامت كيږي په همغه ورځ به دا باطل پرستان تاواني كيږي.
لینک ۴۵:۲۷
۲۸
وَتَرَىٰ كُلَّ أُمَّةٍۢ جَاثِيَةًۭ ۚ كُلُّ أُمَّةٍۢ تُدْعَىٰٓ إِلَىٰ كِتَـٰبِهَا ٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
او ته به وينې چې هر امت په زنګنو پروت دى، هر امت به خپل خپل كتاب ته راغوښتل كيږي، نن به د همغو عملونو بدله دركول کيږي چې کول مو.
لینک ۴۵:۲۸
۲۹
هَـٰذَا كِتَـٰبُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِٱلْحَقِّ ۚ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
زموږ دا كتاب ستاسي په هكله رښتينې خبرې كوي، موږ بېشكه هغه څه ليكل چې تاسي به كول.
لینک ۴۵:۲۹
۳۰
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِى رَحْمَتِهِۦ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْمُبِينُ
نو هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى رب به يې خپل رحمت كې داخلوي، همدا څرګند برياليتوب دى.
لینک ۴۵:۳۰
۳۱
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَفَلَمْ تَكُنْ ءَايَـٰتِى تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنتُمْ قَوْمًۭا مُّجْرِمِينَ
او هغه كسان چې كافران شوي (ورته وبه ويل شي) آيا زما آيتونه پر تاسي نه وو لوستل شوي؟ چې بيا تاسي لويي وكړه او تاسي خو وئ مجرمان خلك.
لینک ۴۵:۳۱
۳۲
وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ وَٱلسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُم مَّا نَدْرِى مَا ٱلسَّاعَةُ إِن نَّظُنُّ إِلَّا ظَنًّۭا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ
او كله چې وويل شول: يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او په قيامت كې شک نشته نو تاسي وويل: نه پوهيږو قيامت څه دى؟ هسې يو ګومان كوو خو موږ باور كوونكي نه يو.
لینک ۴۵:۳۲
۳۳
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا عَمِلُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
او د هغو عملونو بدۍ به څرګندې شې چې هغوى به كول او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې راتاوشي.
لینک ۴۵:۳۳
۳۴
وَقِيلَ ٱلْيَوْمَ نَنسَىٰكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا وَمَأْوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّـٰصِرِينَ
او وبه ويل شي: نن به تاسي همغسې هېر كړو لكه تاسي چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخېدل هېر كړي وو، هستوګنځى مو اور دى او ستاسي لپاره به څوك مرستندويان نه وي.
لینک ۴۵:۳۴
۳۵
ذَٰلِكُم بِأَنَّكُمُ ٱتَّخَذْتُمْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ هُزُوًۭا وَغَرَّتْكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا ۚ فَٱلْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ
دا په دې چې تاسي د الله پر آيتونو ملنډې وهلې او د دنيا ژوند غولولي وئ، نو نن به هغوى نه ترې اېستل كيږي او نه به يې عذر منل کيږي.
لینک ۴۵:۳۵
۳۶
فَلِلَّهِ ٱلْحَمْدُ رَبِّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَرَبِّ ٱلْأَرْضِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
نو الله لره ستاينه ده، د آسمانونو او ځمكې رب، د ټولو مخلوقاتو رب.
لینک ۴۵:۳۶
۳۷
وَلَهُ ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
او په آسمانونو او ځمكه كې لويي يوازې هغه لره ده او همغه برلاسى حكمت والا دى.
لینک ۴۵:۳۷

هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.

Niyat وړیا ترلاسه کړئ