سورت ۳۵ له ۱۱۴ · مکي

سورة فاطر (پیدا کوونکی)

سُورَةُ فَاطِرٍ
۴۵ آیتونه

د معناوو ژباړه: Rowwad Translation Center، QuranEnc.com، نسخه 1.0.1. ژباړه د قرآن معناوې بیانوي. قرآن پخپله عربي متن دی.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
۱
ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ جَاعِلِ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ رُسُلًا أُو۟لِىٓ أَجْنِحَةٍۢ مَّثْنَىٰ وَثُلَـٰثَ وَرُبَـٰعَ ۚ يَزِيدُ فِى ٱلْخَلْقِ مَا يَشَآءُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ
الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقيناً الله په هر څه قادر دى.
لینک ۳۵:۱
۲
مَّا يَفْتَحِ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍۢ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
الله چې خلكو ته خپل څه رحمت را پرانيزي نو د هغه څوك بندوونكى نشته، او څه چې بند كړي نو بيا له ده وروسته يې څوك جاري كوونكى نشته او همغه برلاسى او د حكمت والا دى.
لینک ۳۵:۲
۳
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَـٰلِقٍ غَيْرُ ٱللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۚ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
اې خلكو! الله چې پر تاسو څه پېرزوينه كړې هغه درياد كړئ، آيا له الله پرته كوم بل خالق شته چې له آسمان او ځمكې روزي دركړي؟ له هغه پرته كوم بل الله نشته، نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه).
لینک ۳۵:۳
۴
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌۭ مِّن قَبْلِكَ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ
او كه تا درواغجن بولي نو (خير) له تا مخكې هم (ډېر) رسولان درواغجن ګڼل شوي او ټول كارونه الله ته ورګرځول كيږي.
لینک ۳۵:۴
۵
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّۭ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ
ای خلكو په رېښتيا د الله ژمنه رېښتينې ده نو (ګورئ) د دنيا ژوند مو ونه غولوي او غولوونكى (شيطان) مو په (حلم د) الله دوكه نه كړي.
لینک ۳۵:۵
۶
إِنَّ ٱلشَّيْطَـٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّۭ فَٱتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُوا۟ حِزْبَهُۥ لِيَكُونُوا۟ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلسَّعِيرِ
بېشكه شيطان ستاسي لپاره دښمن دى نو په دښمنۍ يې ونيسئ، هغه خو خپله ډله دېته رابولي چې دوزخيان شي.
لینک ۳۵:۶
۷
ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ ۖ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌۭ كَبِيرٌ
كوم كسان چې كافر شوي د هغو لپاره سخت عذاب دى او كوم كسان چې ايمان يې راوړی او ښه عملونه يې كړي د هغو لپاره مغفرت اولوى اجر دى.
لینک ۳۵:۷
۸
أَفَمَن زُيِّنَ لَهُۥ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ فَرَءَاهُ حَسَنًۭا ۖ فَإِنَّ ٱللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۖ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَٰتٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ
آيا نو څوك چې بد عمل يې ورته ښكلى شوی بيا يې هغه غوره بولي (د ښه سړي په شان دى؟) نو بېشكه چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي سمه لار ورښايي، نو د هغوى په غم كې خپل ځان له منځه مه وړه، په رېښتيا الله پر هغو كارونو ښه پوه دى چې هغوى يې كوي.
لینک ۳۵:۸
۹
وَٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ ٱلرِّيَـٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابًۭا فَسُقْنَـٰهُ إِلَىٰ بَلَدٍۢ مَّيِّتٍۢ فَأَحْيَيْنَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ كَذَٰلِكَ ٱلنُّشُورُ
او الله هغه ذات دى چې بادونه راليږي بيا هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي بيا يې موږ يوې مړې (وچې) ځمكې ته بيايو چې په دې سره بيا هغه ځمكه له مرګه وروسته بېرته راژوندۍ كوو، په همدې ډول به بيا را ژوندي كېدل وي.
لینک ۳۵:۹
۱۰
مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلْعِزَّةَ فَلِلَّهِ ٱلْعِزَّةُ جَمِيعًا ۚ إِلَيْهِ يَصْعَدُ ٱلْكَلِمُ ٱلطَّيِّبُ وَٱلْعَمَلُ ٱلصَّـٰلِحُ يَرْفَعُهُۥ ۚ وَٱلَّذِينَ يَمْكُرُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ ۖ وَمَكْرُ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُوَ يَبُورُ
څوك چې عزت غواړي نو عزت خو ټول الله لره دى، (ټولې) پاكې خبرې (د الله ستاينې) همغه ته ورخېژي (خو) نېك عمل (الله) اوچتوي، او هغه كسان چې د بديو چلونه کوي، هغوى لپاره سخت عذاب دى او د دغو خلکو چلونه به (ټول) تباه كيږي.
لینک ۳۵:۱۰
۱۱
وَٱللَّهُ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍۢ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍۢ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَٰجًۭا ۚ وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ ۚ وَمَا يُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍۢ وَلَا يُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِۦٓ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌۭ
الله تاسي له خاورې پيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا يې ستاسي جوړې پيدا كړې (يعنې نر او ښځه). هېڅ ښځه نه حامله كېږي او نه ماشوم زېږوي مګر د الله په علم كې دي، او عمر نه ورکول کیږي هیڅ یوعمر ورکړل شوي لره او نه د چا په عمر كې څه كموالى راځي مګر په يو كتاب كې ليكل شوي دي، بېشکه الله لره دا ډېر آسانه دى.
لینک ۳۵:۱۱
۱۲
وَمَا يَسْتَوِى ٱلْبَحْرَانِ هَـٰذَا عَذْبٌۭ فُرَاتٌۭ سَآئِغٌۭ شَرَابُهُۥ وَهَـٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌۭ ۖ وَمِن كُلٍّۢ تَأْكُلُونَ لَحْمًۭا طَرِيًّۭا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةًۭ تَلْبَسُونَهَا ۖ وَتَرَى ٱلْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
او نه (هغه) دوه سمندرونه سره برابر دي، (چې) دا يو ډیر خوږ، په څښلو کې ښه تېرېدونكى او دا بل مالګين تريخ دى، او له هر يوه تاسو تازه غوښې خورئ او داسې ګاڼه ترې را وباسئ چې اغوندئ يې، او بېړۍ ګانې پكې وينئ چې څېروونكې (پكې روانې) دي، تر څو د هغه له پېرزوينې څه ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.
لینک ۳۵:۱۲
۱۳
يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّۭ يَجْرِى لِأَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ ٱلْمُلْكُ ۚ وَٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ
همغه (ذات) شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي دي، ټول تر ټاكلې نېټې پورې چليږي، الله همدا دى ستاسو رب، پاچايي هغه لره ده، او کوم شيان چې له هغه پرته يې تاسو رابولئ د كجورې د زړي د پوټكي څښتنان هم نه دي.
لینک ۳۵:۱۳
۱۴
إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا۟ دُعَآءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا۟ مَا ٱسْتَجَابُوا۟ لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍۢ
که تاسو یې را وبلئ، هغوی ستاسو اواز نه اوري، که یې واهم وري منلی یې نه شي، او د قیامت پر ورځ به ستاسو له شرک انکار کوي، او د با خبر (الله) په شان به دي هيڅوك خبر نه كړي.
لینک ۳۵:۱۴
۱۵
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ أَنتُمُ ٱلْفُقَرَآءُ إِلَى ٱللَّهِ ۖ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ
اې خلكو تاسو الله ته اړ (محتاج) ياست او الله په خپله بې پروا ستايل شوى ذات دى.
لینک ۳۵:۱۵
۱۶
إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍۢ جَدِيدٍۢ
كه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او نوي خلك به راولي.
لینک ۳۵:۱۶
۱۷
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٍۢ
او دا پر الله باندې څه ګرانه نه ده.
لینک ۳۵:۱۷
۱۸
وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌۭ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَىٰ حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَىْءٌۭ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰٓ ۗ إِنَّمَا تُنذِرُ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ وَمَن تَزَكَّىٰ فَإِنَّمَا يَتَزَكَّىٰ لِنَفْسِهِۦ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ
او هيڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي، او كوم دروند باری كه خپل بار ته بل څوك رابولي نو د هغه هيڅ شى به نه شي پورته كولى كه څه هم خپلوان يې وي، بېشکه خبره دا ده چې ته يوازې هغه خلك وېرولاى شې چې په غيبو له الله وېريږي او لمونځ يې ودرولای وي، او چا چې ځان پاك كړ، نو د خپل ځان لپاره يې پاك كړ او ورتګ خو د الله په لور دى.
لینک ۳۵:۱۸
۱۹
وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ
او نه برابریږي سره ړوند او لیدونکی.
لینک ۳۵:۱۹
۲۰
وَلَا ٱلظُّلُمَـٰتُ وَلَا ٱلنُّورُ
او نه تيارې او رڼا.
لینک ۳۵:۲۰
۲۱
وَلَا ٱلظِّلُّ وَلَا ٱلْحَرُورُ
او نه سيورى او نه تود باد.
لینک ۳۵:۲۱
۲۲
وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَحْيَآءُ وَلَا ٱلْأَمْوَٰتُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَآءُ ۖ وَمَآ أَنتَ بِمُسْمِعٍۢ مَّن فِى ٱلْقُبُورِ
او نه ژوندي او مړه سره برابريږي، بېشكه چا ته چې الله وغواړي وراوروي یې، او ته د هغو اوروونكى نه يې څوك چې په قبرو كې دي.
لینک ۳۵:۲۲
۲۳
إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ
نه يې ته (ای محمده!) مګر ویروونکی.
لینک ۳۵:۲۳
۲۴
إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ بِٱلْحَقِّ بَشِيرًۭا وَنَذِيرًۭا ۚ وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌۭ
پرته له شکه ته مو له حق سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې او هيڅ يو داسې ولس به نه وي چې كوم وېروونكى پكې نه وې تېر شوى.
لینک ۳۵:۲۴
۲۵
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَبِٱلزُّبُرِ وَبِٱلْكِتَـٰبِ ٱلْمُنِيرِ
او كه هغوى دې درواغجن وبولي نو له هغوى مخكې خلكو هم (رسولان) درواغجن بللي وو، هغوى ته هم خپل رسولان له څرګندو نښانو، صحيفو او روښانه كتاب سره راغلي وو.
لینک ۳۵:۲۵
۲۶
ثُمَّ أَخَذْتُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
بيا مې ونیول هغه كسان چې كافران شوي وو، نو بيا څنګه و عذاب زما.
لینک ۳۵:۲۶
۲۷
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ ثَمَرَٰتٍۢ مُّخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهَا ۚ وَمِنَ ٱلْجِبَالِ جُدَدٌۢ بِيضٌۭ وَحُمْرٌۭ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌۭ
آيا نه وينې چې الله له آسمانه اوبه راتويې كړې دي چې بيا مو په هغو سره (ډېرې) مېوې را اېستې چې بېل بېل رنګونه يې دي، او له غرونو څخه هم ځينې لارې (يا ټوټې) دي، سپينې او سرې د بېلو بېلو رنګونو والا او څه تكې تورې.
لینک ۳۵:۲۷
۲۸
وَمِنَ ٱلنَّاسِ وَٱلدَّوَآبِّ وَٱلْأَنْعَـٰمِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهُۥ كَذَٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى ٱللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ ٱلْعُلَمَـٰٓؤُا۟ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ
او همدارنګه د خلكو، ځناورو او څارويو نه هم ځينې د بېلو بېلو رنګونو والا دي خو حقه خبره دا ده چې له الله يوازې د هغه پوه بندګان ډاريږي، بېشكه الله برلاسى او بخښونكى دى.
لینک ۳۵:۲۸
۲۹
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَـٰبَ ٱللَّهِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ يَرْجُونَ تِجَـٰرَةًۭ لَّن تَبُورَ
بې شکه كوم خلك چې د الله كتاب لولي، لمونځ یې ودرولای وي او څه چې موږ ور روزي كړي له هغو په پټه او ښكاره لګښت كوي، هغوى د يوې داسې سوداګرۍ هيله كوي چې هيڅكله به هلاکه نه شي [تاوان نكوي].
لینک ۳۵:۲۹
۳۰
لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ غَفُورٌۭ شَكُورٌۭ
تر دې چې (الله به يې) اجرونه پوره وركړي او له خپله فضله به لا نور هم زيات وركړي، هغه له شک پرته بخښونكى احسان قبلوونكى دى.
لینک ۳۵:۳۰
۳۱
وَٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ هُوَ ٱلْحَقُّ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِعِبَادِهِۦ لَخَبِيرٌۢ بَصِيرٌۭ
او موږ چې تا ته له كتابه څه په وحي درلېږلې، همغه حق دي چې له هغه د مخكني كتاب تصديق هم كوي، بې شكه الله په خپلو بندګانو هرومرو ښه باخبر ليدونكى دى.
لینک ۳۵:۳۱
۳۲
ثُمَّ أَوْرَثْنَا ٱلْكِتَـٰبَ ٱلَّذِينَ ٱصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌۭ لِّنَفْسِهِۦ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌۭ وَمِنْهُمْ سَابِقٌۢ بِٱلْخَيْرَٰتِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْكَبِيرُ
بيا مو هغه كسان د دې كتاب وارثان وګرځول چې له خپلو بندګانو مو را چاڼ كړي وو، نو له هغوی ځينې پر خپل ځان ظالمان، ځينې يې منځني او ځينې يې د الله په حكم (توفيق) سره نېكيو ته ور مخکې كېدونكي دي، همدا ډېر لوى فضل دى.
لینک ۳۵:۳۲
۳۳
جَنَّـٰتُ عَدْنٍۢ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍۢ وَلُؤْلُؤًۭا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌۭ
(هغه) د تل اوسېدلو باغونه دي چې دوى ورننوځي، په هغو كې به دوى ته د سرو زرو او ملغلرو بنګړي وراچول كيږي او پوښاك به يې هلته ورېښم وي.
لینک ۳۵:۳۳
۳۴
وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِىٓ أَذْهَبَ عَنَّا ٱلْحَزَنَ ۖ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌۭ شَكُورٌ
او هغوى به ووايي هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ يې خپګان لرې كړ، بې شكه زموږ پالونکی هرومرو بخښونكى احسان قبلوونكى دى.
لینک ۳۵:۳۴
۳۵
ٱلَّذِىٓ أَحَلَّنَا دَارَ ٱلْمُقَامَةِ مِن فَضْلِهِۦ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌۭ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌۭ
همغه چې موږ يې په خپل فضل سره په تلپاتې كور كې مېشت كړو، چې (اوس) نه څه كړاو پكې رارسيږي او نه پكې ستوماني رارسي.
لینک ۳۵:۳۵
۳۶
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقْضَىٰ عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا۟ وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُم مِّنْ عَذَابِهَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى كُلَّ كَفُورٍۢ
او څوك چې كافر شوي د هغوی لپاره د جهنم اور دى، نه به ورباندې پرې پرېکړه كيږي چې مړه شي او نه به يې څه عذاب ترې سپكيږي، هر نا شكره ته موږ همدا ډول سزا وركوو.
لینک ۳۵:۳۶
۳۷
وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَـٰلِحًا غَيْرَ ٱلَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ ۚ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ ٱلنَّذِيرُ ۖ فَذُوقُوا۟ فَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ
او هغوى به پكې چيغې وهي چې اې زموږ ربه! موږ وباسه چې ښه كارونه وكړو، هغسې نه چې موږ به كول (وبه ويلې شي) آيا موږ دومره عمر نه و دركړى چې (كه) څوك پكې څه درس اخلي، درس اخيستلاى شي او وېروونكى هم درغلى و، نو اوس يې (خوند) وڅكئ، د ظالمانو لپاره څوك مرستندوى نشته.
لینک ۳۵:۳۷
۳۸
إِنَّ ٱللَّهَ عَـٰلِمُ غَيْبِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
بې شكه الله د آسمانونو او ځمكې د غيبو عالم دى، بې شكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.
لینک ۳۵:۳۸
۳۹
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَكُمْ خَلَـٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ فَمَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُۥ ۖ وَلَا يَزِيدُ ٱلْكَـٰفِرِينَ كُفْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًۭا ۖ وَلَا يَزِيدُ ٱلْكَـٰفِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًۭا
الله همغه دى چې تاسو يې په ځمكه كې ځای ناستي ګرځولي ياست، نو چا چې کفر وکړ، كفر يې خپله پر هغه دى او كافرانو ته يې كفر د خپل رب پر وړاندې پرته له غضبه بل څه نه ور زياتوي، او كافرانو ته يې خپل كفر پرته له تاوانه بل څه نه ورزياتوي.
لینک ۳۵:۳۹
۴۰
قُلْ أَرَءَيْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِى مَاذَا خَلَقُوا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌۭ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ أَمْ ءَاتَيْنَـٰهُمْ كِتَـٰبًۭا فَهُمْ عَلَىٰ بَيِّنَتٍۢ مِّنْهُ ۚ بَلْ إِن يَعِدُ ٱلظَّـٰلِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا
ورته وايه: د هغو شریکانو په اړه خبر راکړئ كوم چې تاسي له الله پرته رابولئ، را وښايئ چې هغوى د ځمكې (له شيانو) څه پيدا كړي دي؟ يا يې په آسمانونو كې څه شراكت دى؟ يا موږ هغوى ته كوم كتاب وركړى دى چې هغوى يې په څه دليل ولاړ دي؟ خو نه، په اصل كې دا ظالمان يو بل ته يوازې د دوكې ژمنې وركوي.
لینک ۳۵:۴۰
۴۱
۞ إِنَّ ٱللَّهَ يُمْسِكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ أَن تَزُولَا ۚ وَلَئِن زَالَتَآ إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍۢ مِّنۢ بَعْدِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًۭا
بې شكه الله آسمانونه او ځمكه (محكم) نيسي چې (له خپله ځايه) ونه خوځي او كه چېرې هغه دواړه بې ځايه شي نو له هغه پرته به يې هيڅوك هم ونه ساتي، په رېښتيا هغه ډېر د زغم والا بخښونكى دى.
لینک ۳۵:۴۱
۴۲
وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ لَئِن جَآءَهُمْ نَذِيرٌۭ لَّيَكُونُنَّ أَهْدَىٰ مِنْ إِحْدَى ٱلْأُمَمِ ۖ فَلَمَّا جَآءَهُمْ نَذِيرٌۭ مَّا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا
او هغوى پر الله خپلې پخې پخې لوړې وکړې چې كه څوك وېروونكى ورته راشي نو بيا به هغوى هرومرو له نورو قومونو زيات ښه لار موندونكي وي، خو كله چې هغه بيا ورته راغلو نو له کرکې يې بل څه ورزيات نه كړل.
لینک ۳۵:۴۲
۴۳
ٱسْتِكْبَارًۭا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَكْرَ ٱلسَّيِّئِ ۚ وَلَا يَحِيقُ ٱلْمَكْرُ ٱلسَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِۦ ۚ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ ٱلْأَوَّلِينَ ۚ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًۭا ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَحْوِيلًا
په ځمكه كې دلویي کولو او ناوړه دسيسو له امله، او ناوړه چلونه له خپل وړ كسانو پرته له چا راچاپېريږي، نو آيا هغوى له پخوانيو سره د شوي چلند پرته د بل څه انتظار كوي؟ نو د الله عادت لره خو به هيڅكله څه بدلون ونه مومې او نه به هيڅكله د الله عادت لره څه ګرځېدل ومومې.
لینک ۳۵:۴۳
۴۴
أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوٓا۟ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةًۭ ۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعْجِزَهُۥ مِن شَىْءٍۢ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَلِيمًۭا قَدِيرًۭا
آيا هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وويني د هغو خلكو پايله څنګه وه چې له هغوى مخكې وو، حال دا چې هغوى په قوت كې لاترې زيات وو، او الله داسې نه دى چې كوم شى به يې كمزورى كړى، نه په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځواکمن دى.
لینک ۳۵:۴۴
۴۵
وَلَوْ يُؤَاخِذُ ٱللَّهُ ٱلنَّاسَ بِمَا كَسَبُوا۟ مَا تَرَكَ عَلَىٰ ظَهْرِهَا مِن دَآبَّةٍۢ وَلَـٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِۦ بَصِيرًۢا
او كه چېرې الله دا خلك په خپلو عملونو نيولاى نو د ځمكې پر مخ به يې يو ژوندى خوځېدونكى هم نه واى پرېښى خو هغه يې تر يوې ټاكلې نېټې پورې ځنډوي، بيا چې كله يې نېټه راورسيږي نو بې شكه الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونكى دى.
لینک ۳۵:۴۵

هره ورځ د Niyat په اپلیکیشن کې قرآن ولولئ او واورئ؛ د لمانځه وختونه، د قبلې لوری او ستاسو د لوستلو ځای خوندي پاتې کېږي.

Niyat وړیا ترلاسه کړئ